ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي دفاع وزارت د ۱۴۷وسله والو د وژلو ادعا وکړه

ملي دفاع وزارت د ۱۴۷وسله والو د وژلو ادعا وکړه

author avatar
21 May 2021 - 11:25
ملي دفاع وزارت د ۱۴۷وسله والو د وژلو ادعا وکړه
author avatar
21 May 2021 - 11:25

کابل(پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۰۹): ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۷ طالبان وژل شوي، ۹۰ ټپيان او درې نور نیول شوي، خو وسله وال طالبان دغه ادعا بې بنسټه بولي.

د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له دفاعي او امنيتي ځواکونو سره خوابي بریدونو او نښتو کې ۱۴۷ طالبان ووژل شول، ۹۰ ټپیان شول او درې کسان ونیول شول او همداراز د دښمن زیاته اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

سرچینه وایي چې د دې ترڅنګ،۲۴ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او شنډ شوي دي.

د ملی دفاع وزارت وایي چې دغه طالبان ننګرهار، میدان وردګ، لغمان، کندهار، هرات، فاریاب، بلخ، کندوز، هلمند، نیمروز، بغلان او کابل ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک اژانس ته وویل چې د دفاع وزارت یاده ادعا بې بنسټه ده او په یاده موده کې دوی ته هیڅ تلفات نه دي اوښتي او دا پروپاګنډ دی.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.