ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور ورزشکاران: د تمرین لپاره مناسب میدان نه لرو، د ورزشي سټیډیوم چارې دې بېرته پیل شي

د غور ورزشکاران: د تمرین لپاره مناسب میدان نه لرو، د ورزشي سټیډیوم چارې دې بېرته پیل شي

author avatar
25 May 2021 - 17:30
د غور ورزشکاران: د تمرین لپاره مناسب میدان نه لرو، د ورزشي سټیډیوم چارې دې بېرته پیل شي
author avatar
25 May 2021 - 17:30

فېروزکوه (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۰): په غور کې ځیني ورزشکاران د تمریناتو لپاره د میدانونو او ورزشي سټېډیوم له نشتوالي شکایت کوي او وایي چې د ورزشي سټېډیوم جوړولو کار چې شاوخوا یو کال مخکې پیل شوی و، درېدلی او باید بېرته ژر پیل شي.

د غور ولایت مقام وایي چې په دې پروژه کې فساد د دې لامل شوی چې کار یې ودریږي؛ خو د ولایت مقام له خوا د ټاکل شوي پلاوي له څېړنو وروسته، څلور کسان د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

خو د یاد ولایت د ښار جوړونې او ځمکو ریاست مسوولین وایي چې د دې پروژې کار نه دی درېدلی او اوس هم په ټکني ډول روان دی.

ورزشکاران غواړي چې د دغه سټډیوم کار بېرته پیل شي.

د غور ولایت د فوټبال منتخب ټېم روزونکي عبدالله اماني پژواک ته وویل چې دا مهال د تمریناتو لپاره مناسب ځای نه لري او د دغه ورزشي څانګې لوبغاړي له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغه چې غوښتل یې ژر دې په غور کې ورزشي سټېډیوم جوړ شي، زیاته کړه: «له بده مرغه د غور د ورزشي لوبغاړي کار ټکنی روان دی. سیمه ییزه اداره هم په دې اړه جدي پام نه کوي. پر دې سربېره چې دغه پروژه په وقفه یي ډول ترسره کېږي، ویل کېږي چې د کار کیفیت یې هم ټیټ دی. موږ د ولایت له مقام او نورو ادارو غواړو چې په دې اړه جدي پاملرنه او له پروژې کلکه څارنه وکړي.»

په دغه ولایت کې د فوټبال ټېم غړي ګل احمد حماس وویل، د ورزش د بېلابېلو څانګو لوبغاړي، د تمریناتو لپاره د ځای نه شتون له ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «په غور کې د ورزش برخې ستونزې ډېرې دي. هغه څه چې اوس موږ ځوروي، د ځای او ملاتړ نه شتون دی. له بده مرغه موږ په دغه ولایت کې هېڅ څوک نه لرو چې د ورزشکارانو او مډال راوړونکو ملاتړ وکړي. دغه راز دولتي بسټونه هم زموږ د ستونزو په هواري کې ډېر پام نه کوي. موږ له دولتي، سیمه ییزو او مرکزي ادارو غواړو چې په دې برخه کې پاملرنه وکړي.»

د یاد ولایت د فوټبال فدراسیون مسوول جان محمد حیدري وویل چې د دغه ورزشي سټېډیوم د جوړېدو کار ۱۵ میاشتې مخکې په فېروزکوه ښار کې پیل شو چې په ۱۸ میاشتو کې باید بشپړ شوی وای؛ خو تراوسه یې ۵۰سلنه کار هم مخته نه دی تللی او له یوې میاشتې راهیسې یې د کار چارو درېدلې دي.

نوموړي وویل چې د غور ولایت مقام د یاد بولغاړي په پروژه کې د قراردادي شرکت ځیني مسوولین او انجنیران د فساد له امله عدلي او قضایي بنسټونو ته ورپېژندلي دي.

هغه زیاته کړه: «د ولایت مقام څېړنې ښیي چې په دې پروژه کې پراخ فساد شوی. موږ له عدلي او قضایي بنسټونو غواړو چې دغه قضیه جدي وڅېړي.»

هغه هیله څرګنده کړه چې ژر باید د دغه سټېډیوم جوړېدو کار پیل شي؛ ځکه په یاد ولایت کې لوبغاړي له ستونزو سره مخ دي.

د غور ولایت مقام: د دې پروژې کار د فساد شتون له امله درېدلی دی.

د غور د والي ویاند زلمي کریمي پژواک ته وویل چې د دغه ولایت سیمه ییزې ادارې د پلاوي څېړنې ښیي چې د فساد شتون، د دې پروژې د کار د ځنډ لامل شوی دی.

هغه وویل: «د دغه لوبغاړي په جوړولو کې د ۱۸ملي سیخ پر ځای، ۸ او ۱۰ ملي سیخ کارول شوی، په همدې ډول ولیدل شول چې د دې پروژې کار ډېر بي کیفیته و. موږ یې کار ځنډولی او څلور انجنیران د فساد او ناغېړۍ په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.»

نوموړي په دې اړه وویل: «څلور انجنیران چې موږ څارنوالۍ ته ور معرفي کړل، یو د نظارت برخې انجنیر و چې د هند سفارت له خوا معرفي شوی و، یو د ثبات د ټینګښت برخی انجنیر او دوه نور په دغه پروژه کې دایمې انجنیران وو چې د ښارجوړونې وزارت له خوا معرفي شوي وو، په کار کې یې ناغېړي کړې وه، لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شول.»

د غور د ښارجوړونې ریاست: د دې پروژې کار نه دی درېدلی. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.