فېروزکوه(پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۰): د غور سیمه ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د عامه نظم پر مرکز موټر بم برید کې ۱۰ امنیتي منسوبین وژل شوي، یو کس ټپي او څلور نور لادرکه دي.
د غور د شهرک ولسوالۍ امنیه قوماندان برهان الدین پهلوي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه تېره شپه شاوخوا ۱:۰۰ بجه شوې ده.
هغه زیاته کړه: «تېره شپه طالبانو له ختیځ او سوېل خواوو پر ولسوالۍ برید وکړ او د عامه نظم پر مرکز یې د موټر بم برید چاودنه وکړه چې د عامه نظم ۱۰ سرتېري ووژل شول، څلور نو لاردکه دي او یو ولسي پاڅون کوونکی ټپي شوی دی.»
نوموړي وویل چې که مرسته ور ونه رسیږي، ښایي نن شپه طالبان بیا برید وکړي او ناورین به رامنځته شي.»
د غور د والي ویاند دفتر هم پېښه تاییدوي؛ خو ویې ویل چې د مخابراتي شبکو د پرېوالي له امله نور جزییات نه لري.
د یادونې ده چې له تېرې شپې راهیسې له سلام مخابراتي شبکې پرته نورې ټولې شبکې د امنیتي خنډونو له امله پرې شوې دي.
د یادې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
Visits: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن