ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله۶ تنه ټپیان شول

لغمان کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله۶ تنه ټپیان شول

author avatar
13 Jun 2021 - 19:50
لغمان کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله۶ تنه ټپیان شول
author avatar
13 Jun 2021 - 19:50

مهترلام (پژواک ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله يو سرتېری او پنځه ملکي وګړي ټپيان شول.

چارواکي وايي، توغندي د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوي او د مرکز اړوند د سلطان غازي بابا ښارګوټي ساحو کې لګېدلي دي.

د لغمان د امنيه قوماندانۍ وياند شفيع الله افغانيار پژواک اژانس ته وويل چې نن مازیګر ۶ او ۲۰ دقيقې د لغمان د برېښنا امريت ترڅنګ پرله پسې د هاوان دوه مرمۍ لګېدلې دي.

هغه زياته کړه، دغه پېښه کې شپږ کسان ټپيان شوي چې روغتون ته وړل شوي دي.

د لغمان روغتيايي چارواکي وايي چې د پېښې له ځايه ورته شپږ ټپيان انتقال شوي چې يو د عامه ساتنې عسکر او پنځه تنه نور عام وګړي دي.

چارواکي وايي، توغندي وسله والو طالبانو توغولي خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

تېره شپه هم د دغه ولايت اليشنګ ولسوالۍ کې هم په يو کور د هاوان مرمۍ پرېوتې وه چې د ښځو او ماشومان په ګډون يې پنځه کسان وژلي او يو نارينه ټپي دی.

Views: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.