ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان ته د امریکایي ځواکونو د بیا راتګ خبر ناتایید شوې ادعا ده

افغانستان ته د امریکایي ځواکونو د بیا راتګ خبر ناتایید شوې ادعا ده

author avatar
14 Jun 2021 - 17:03
افغانستان ته د امریکایي ځواکونو د بیا راتګ خبر ناتایید شوې ادعا ده
author avatar
14 Jun 2021 - 17:03

کابل (پژواک، ۲۴غبرګولی ۱۴۰۰): د ځینو رسنیو له خوا د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت د یوې سرچینې په حواله خپور شوی خبر چې ګوندې امریکا غواړي خپل ځواکونه بېرته افغانستان ته ولېږي، ناتایید شوې ادعا ده.

د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو تر منځ په دوحه کې د لاسلیک شوي تړون له مخې، باید ټول بهرني ځواکونه د  ۲۰۲۱ زیږدیز کال تر مې میاشتې پورې له افغانستان څخه وتلي وای، خو ناټو او امریکا ویلي چې دغه بهیر به د روان کال تر سپټمبر پورې بشپړ کړي.

د امریکا د دفاع وزارت تېره اوونۍ ( دغبرګولي په ۱۸مه) وویل چې له افغانستان څخه يې څه باندې ۵۰ سلنه ځواکونه وتلي دي.

خو د جرمني رسنۍ دویچه ویله  او د New.in-24  په نوم یوې بلې رسنۍ وړمه ورځ خبر ورکړی چې امریکايي پوځ افغانستان لا پرېیښی نه دی، بلکې بېرته راتګ ته تیاری نیسي.

د خبر له مخې، د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د نظامي توضیحاتو مسوول مرستیال، رونالډ مولتري تېره جمعه (د جون۱۱ مه) د امریکا دکانګریس د وسله والو ځواکونو کمېسیون استماعیه ناستې ته ویلي : “دا هغه څه دي، چې موږ یې دقیقأ فکر کوو.”

په خبر کې راغلي چې د امریکا د کانګریس وکیل او پخواني سرتېري مایک والټز ویلي: “د دې ډېر احتمال شته دی چې که د طالبانو د پرمختګ په صورت کې القاعده بېرته راپیدا او د امریکا پر متحده ایالاتو باندې برید وکړي، بیا به نو موږ مجبور یو چي بېرته افغانستان ته ولاړ شو، ځکه نو د دې لپاره باید پوځ تیار وي او لازم معلومات په لاس کې ولري.”

صبح کابل ورځپاڼې هم ورته خبر خپور کړی.

حقیقت موندنه:

په کابل کې د امریکا سفارت ویانده هیلري فولر رينر (Hilary Fuller Renner) په دې اړه چې امریکايي پوځ افغانستان ته بېرته راتګ ته تیاری نیسي، پرته له دې چې یاد خبر رد کړي، پژواک خبري اژانس ته وويل: “لکه څنګه چې ولسمشر بايډن ويلي ، امريکا به په افغانستان او يا بل ځای کې د ترهګرو د ګواښونو د مخنيوي لپاره خپلې د ترهګرۍ ضد وړتیاوې له سره تنظيموي او له ترهګرۍ سره مبارزه زموږ د نړيوالو هڅو برخه ده.”

د هغې په وینا، امریکا به له خپلو متحدينو او د نړۍ له نورو هېوادونو سره په ګډه لکه څرنګه چې اړينه وي مبارزه وکړي.

رينر زياتوي: “له دې پرته موږ د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه نور څه نه وايو.”

طالبانو د یاد خبر په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې د ځند په اړه ویلي وو چې د دوحې تړون کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د ټاکلي ضرب الاجل له ژمنې ”سرغړونې” د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې “هر ډول مناسب اقدام” ته لار پرانیستې ده.

دغه راز د ترکیې دفاع وزیر حلوسي اکار تېره اوونۍ وویل، که متحدین یې د سیاسي، مالي او لوژستیکي ملاتړ ژمنه وکړي، یو شمېر ترکي پوځیان به د افغانستان پلازمېنه کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتلو لپاره پاتې شي، خو طالبانو د ترکیې له خوا د دغه هوايي ډګر د امنیتي مسوولیت منلو سره هم مخالفت ښودلی او ویلي یې دي:”زموږ په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون تر هرنامه لاندې چې وي او د هر هېواد اړوند چې وي افغان ولس او اسلامي امارت ته د منلو نه دی.”

پایله: د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت سرچینو منلې چې د اړتیا او ګواښونو پر مهال به دوی په سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیات پیلوي، په کابل کې د امریکا سفارت هم وایي چې امريکا په افغانستان او يا بل ځای کې د ترهګرو د ګواښونو د مخنيوي لپاره خپلې د ترهګرۍ ضد وړتیاوې له سره تنظيموي.

پرېکړه: دا چې امریکا افغانستان ته بیا سرتېري رالېږي، تر ډېره بریده نا تایید شوې ادعا ده.

Visits: 206

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.