جلال اباد (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰): د سولې په چارو کې د دولت وزير وايي چې د بهرنیانو په وتلو سره په افغانستان کې جګړې ته نور هيڅ دلیل نشته او هيڅوک بايد نور دلته د جګړې غځولو لپاره هڅې ونه کړي.
سيد سعادت منصور نادري دا څرګندونې نن (د غبرګولي ۲۷مه) په جلال اباد ښار کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د زون د دفتر پرانيستې مراسمو کې وکړې.
هغه زیاته کړه، د هېواد په کچه یې د لومړي دفتر پرانیسته له ننګرهاره وکړه، څو له سوله خوښوونکي ولس څخه د سولې په اړه نظریات او مشورې را ټولې کړي.
نادري همدا راز د سیمې او نړۍ هېوادونو ته پیغام ورکړ چې د بهرنیانو په وتلو سره په افغانستان کې جګړې ته نور هيڅ دلیل شتون نه لري او په ډاګه یې کړه چې په زور هیڅکله هم افغانان نه شي تسلیمېدای.
د هغه په خبره، په جګړه کې هيڅوک بریالي کېدای نه شي او په سوله کې ماتې شتون نه لري.
نادري وويل، د سولې په مذاکراتي ډله کې یې درې عالمانو او څلور مېرمنو ته ځای ورکړی، څو د سولې په برخه کې له خپلو حقونو دفاع وکړي او خپل غښتلی رول ادا کړي.
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د سولې په چارو کې د دولت له وزارته مننه وکړه چې د هېواد په کچه یې لومړنی دفتر د سولې او سوله خوښوونکو په کور ننګرهار کې پرانیست.
هغه زیاته کړه، د ننګرهار بېلابېلو قشرونو د جګړې د مخنیوي او نظام د ملاتړ په موخه همېش قربانۍ ورکړې او په وینا یې، سوله د اکسېجن په ډول د افغانانو اړتیا ده او له همدې امله له دغه ولایت څخه په بېلابېلو حالاتو کې د سولې لپاره غږ پورته شوی.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ختیځ زون د دفتر مشر فیضان الحق قاضي زاده ژمنه وکړه چې له ټولو لارو چارو څخه به د سولې راوستو لپاره کار واخلي او هیله یې وښوده چې د ختیځو ولایتونو خلک ورسره همکار پاتې شي.