ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولانا اشرفي: که پر مفتي عزیز جنسي اړیکې ثابتې شي، سرچپه را ځوړنديږي

مولانا اشرفي: که پر مفتي عزیز جنسي اړیکې ثابتې شي، سرچپه را ځوړنديږي

author avatar
17 Jun 2021 - 15:49
مولانا اشرفي: که پر مفتي عزیز جنسي اړیکې ثابتې شي، سرچپه را ځوړنديږي
author avatar
17 Jun 2021 - 15:49

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګلولی ۱۴۰۰): د پاکستان حکومت وایي، د هغه مفتي په اړه یې څېړنې پیل کړې چې له یوه طالب العلم سره یې د نامشروع جنسي اړیکو ویډیو خپره شوې ده.

له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو شبکو کې داسې یوه ویډیو خپرېږي چې د لاهور د منظوریه دارالعلوم مهتمم مفتي عزیزالرحمن له یوه طالب سره جنسي اړیکې نیسي.

خو مفتي عزیزالرحمن په یوه بله ویډیو کې سپیناوی کړی چې دا یوه دسیسه وه، ده ته نشه یي توکي ورکړل شوي وو، په داسې حال کې چې دی پر څان نه پوهېده دغه کار ورسره شوی او ویډیو یې کړې ده.

بلخوا په دیني چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار او د پاکستان د علماوو بورډ مشر مولانا طاهر اشرفي ویلي چې د دې پېښې پلټنې پیل شوې دي.

د پاکستان د جیو ټلوېزیون د راپور له مخې، مولانا اشرفي ویلي چې دا یو شخصي عملي دی، له ادارو سره دې نه تړل کېږي.

هغه زیاته کړه چې له پلټنو وروسته که چېرې جرم ثابت شي، نو مجرم به سرچپه ځوړند کړای شي.

بلخوا د راپورونو له مخې، د سیمې پولیسو هم په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

خو د جمعیت علماء اسلام مذهبي ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مفتي عزیزالرحمن ۷۰ کاله عمر لري او په عملي بڼه د جنسي اړیکو وړتیا نه لري.

دغه ګوند هم دا یوه دسیسه ګڼلې ده.

بلخوا د صابرشاه په نوم طالب العلم چې ورسره جنسي اړیکې نیول شوې، ادعا کړې ده چې د مفتي عزیزالرحمن زوی ورته د مرګ ګواښونه کوي.

د یادونې ده، مفتي عزیزالرحمن په لاهور ښار کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام مرستیال او په همدغه ښار کې  د پاکستان د دیني مدرسو د ادارې (وفاق المدارس) مسوول هم دی.

خو له یادې پېښې وروسته هغه د وفاق المدارس له مسوولیت او د دارالعلوم له مشرۍ لرې کړای شوی دی.

Visits: 11948

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.