ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینې: د چارواکو د نه پاملرنې له امله د فاریاب اندخوی ولسوالۍ بیا سقوط شوه

سرچینې: د چارواکو د نه پاملرنې له امله د فاریاب اندخوی ولسوالۍ بیا سقوط شوه

author avatar
26 Jun 2021 - 18:39
سرچینې: د چارواکو د نه پاملرنې له امله د فاریاب اندخوی ولسوالۍ بیا سقوط شوه
author avatar
26 Jun 2021 - 18:39

میمنه (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۰): د فاریاب ولایت سیمه ییزې سرچینې ادعا کوي چې د طالبانو له خوا د اندخوی ولسوالۍ د بیا نیولو پر مهال نهه ملکي وګړي، اووه امنیتي سرتېري او لسګونه وسله وال طالبانو وژل شوي، د امنیې قوماندانۍ ودانۍ او ۸۰ دوکانونه سوځېدلي، خو طالبان دغه څرګندونې ردوي.

د اندخوی ولسوال سلطان محمد سنجر چې د فاریاب ــ جوزجان په یوه برخه کې یې د جګړې له کرښې له پژواک سره خبرې کولې وویل چې درې ورځې مخکې د دغه ولایت قرغان، قرمقول او اندخوی ولسوالۍ طالبانو ونیولې، تېره ورځ امنیتي ځواکونو اندخوی ولسوالۍ بېرته ونیوله، خو پر وخت مرستې ونه رسېدې، تر زرو ډېرو طالبانو هجوم راوړ او امنیتي ځواکونو د فاریاب ــ جوزجان یوې برخې او اقینې بندر ته شاتګ وکړ.

هغه ادعا وکړه: ((په درې ورځنۍ جګړه کې ۱۵۰ طالبان، اووه امنیتي سرتېري او نهه ملکي وګړي وژل شوی، شاوخوا ۸۰ دوکانونه او غرفې سوځېدلي او د استوګنې لسګونه کورونه زیانمن شوي دي.))

نوموړي ادعا وکړه چې وسله والو طالبانو درې ملکي وګړي پر ډزو وژلي او د امنیې قوماندانۍ ودانۍ یې هم سوځولې ده.

د اندخوی ولسوال د ولسوالیو له دې ډلې اندخوی ولسوالۍ سقوط د مسوولو چارواکو نه پاملرنه ګڼي او وايي: ((څو ځله مو د امنیتي کمېټې له لارې د امنیتي ځواکونو محدودیتونه د ولایت له مشرتابه او مرکز سره شریک کړل، د کومکي ځواکونو، هوايي ملاتړ او اکمالاتو غوښتنه مو وکړه، خو هېڅکله زموږ غږ وانه ورېدل شو، وروسته طالبانو ولسوالۍ بېرته ونیولې.))

نوموړي وویل، امنیتي ځواکونه له یادو ولسوالیو وتلي، د فاریاب ــ جوزجان په یوه برخه کې یې خط اچولی او یوه برخه امنیتي ځواکونه په اقینه بندر کې دي، ارتباطي لارې قطع دي که دولت اقدام ونه کړي د اقینې ولسوالۍ به هم سقوط شي.

د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش ادعا وکړه چې طالبانو د خپلو ډېر شمېر کسانو تر وژل کېدو وروسته، د خلکو دوکانونه او د امنیې قوماندانۍ ودانۍ سوځولي دي.

یورش په دې اړه ډېر معلومات ور نه کړل، خو ویې ویل، له دې امله چې په سیمه کې مخابراتي شبکې قطع دي ډېر معلومات او جزییات نه لري.

خو د ولایتي شورا غړي اق محمد نوري چې د اندخوی اوسېدونکی دی وویل، د تېرې شپې جګړې له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله او مالي زیانونه اوښتي، د مخدوم قلي واټ د لیلامي پلورنځيو مارکېټ تر ۱۰۰ ډېر دوکانونه سوځېدلي دي.

هغه زیاته کړه: ((له الوتکې څخه د فیر له امله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي، د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو کچه ډېره لوړه ده، د مخابراتي شبکو د پرې کېدو، خلکو د تېښتې او پټېدو له امله کره راپور نه لري.))

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د دولتي ځواکونو څرګندونې رد او له واقعیت لرې وبللې، خو په دې اړه یې ډېرې خبرې ونه کړې.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.