ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان کې پر کاسټر موټر د ماین چاودنې له امله ۱۱ ملکي وګړي ټپیان شوي

په پروان کې پر کاسټر موټر د ماین چاودنې له امله ۱۱ ملکي وګړي ټپیان شوي

author avatar
27 Jun 2021 - 18:32
په پروان کې پر کاسټر موټر د ماین چاودنې له امله ۱۱ ملکي وګړي ټپیان شوي
author avatar
27 Jun 2021 - 18:32

چاریکار(پژواک،۶ چنګاښ ۱۴۰۰): د کورنیو چارو وزارت وایي چې د پروان ولایت په چاریکار ښار کې پر یوه کاسټر موټر د ماین چاودنې له امله ۱۱ ملکي وکړي ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وویلو یو کاسټر موټر چې نن ماسپښین ۳:۳۵ دقیقې له غوربنده د کابل پر لور روان و، په چاریکار ښار کې د پیرزاد روغتون مخکې ته د ماین چاودنه پرې شوې ده.

د هغه په وینا، د یادې چاودنې له امله په موټر کې ۱۱ سپاره کسان چې شپږ نارینه، درې مېرمنې او دوه ماشومان دي ټپيان شوي دي.

ارین وویل چې ټپيان روغتون ته وړل شوي او د چاودنې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

د یادونې ده چې د دغې چاودنې مسوولیت تراسه چا نه دی منلی.

Visits: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.