ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فلیپین کې د پوځ د یوې الوتکې لوېدو له امله ۱۸ کسان مړه شوي

په فلیپین کې د پوځ د یوې الوتکې لوېدو له امله ۱۸ کسان مړه شوي

author avatar
4 Jul 2021 - 18:24
په فلیپین کې د پوځ د یوې الوتکې لوېدو له امله ۱۸ کسان مړه شوي
author avatar
4 Jul 2021 - 18:24

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۰) : د فلیپین هېواد چارواکي وایي چې د یوې نظامي الوتکې لوېدو پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي دي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، دغه پېښه نن سهار د فلیپین سوېلي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې سي ون ۳۰ ډوله مسافر وړونکې الوتکې په هوایي ډګر کې د کېناستو هڅه کوله.

ځایي مسوولینو ویلي چې د سولو ولایت هوایي ډګر د ځغاستې پر لیکې الوتکه ښوېیدلې او اوښتې ده.

د فلیپین د دفاع وزارت مسوولینو ويلي چې په دغې الوتکه کې ۹۲ کسان سپاره وو چې په پېښه کې ۱۸ کسان مړه او ۴۰ ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلومات له مخې، یو شمېر کسان ژوندي ژغورل شوي دي.

بلخوا د فلیپین پوځ د دغې پېښې د څېړلو امر کړی دی.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.