ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میرزکوال: په ټولو امنیتي برخو کې جدي اقدامات کېږي او لوی بدلونونه راځي

میرزکوال: په ټولو امنیتي برخو کې جدي اقدامات کېږي او لوی بدلونونه راځي

author avatar
6 Jul 2021 - 19:51
میرزکوال: په ټولو امنیتي برخو کې جدي اقدامات کېږي او لوی بدلونونه راځي
author avatar
6 Jul 2021 - 19:51

کندهار (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰): د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د کندهار وروستۍ امنیتي پېښې په جدي توګه څېړل کېږي او د امنیتي وضعیت د استقرار په موخه بنسټيز بدلونونه پر لارې دي.

جنرال عبدالستار میرزکوال دغه څرګندونې د کندهار له ملکي او نظامي مسوولینو سره تر لیدنې وروسته په خبري غونډه کې وکړې.

نوموړي د یوه پلاوي په ملتیا چې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، د ملي امنیت اپراتیفي مرستیال او د کومانډو ځواکونو مسوولین په کې شامل دي، د کندهار د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر وکړ.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل، د ولسمشر په لارښوونه له یوه باصلاحیته پلاوي سره کندهار ته راغلی څو امنیتي وضعیت له نږدې وڅېړي.

هغه زیاته کړه، څه چې په کندهار کې پېښ شوي، په جدي توګه کار ورباندې کوي او په دې ولایت کې د امنیتي وضعیت لپاره بسنټیز پلانونه تر کار لاندې دي.

هغه زیاته کړه، هغوی چې غلفت کړی، مجازات به شي او په دې لړ کې په کندهار کې تر راتلونکو څو ورځو د امنیتي چارو په رهبرۍ کې بنسټیز بدلونونه راوستل شي.

ده خلکو ته ډاډ ورکړ چې نه دې اندېښمن کېږي، د هېواد په ټولو ولایتونو، لویو لارو، بندرونو او مهمو ولسوالیو کې نوی انسجام رامنځته کېږي، لویې مدافعې رامنځته کېږي او وروسته به تهاجمي حالت ته ځي.

خو ده یادونه وکړه چې طالب ثابته کړه چې د راتلونکي مدیریت وړتیا نه لري، هغه ولسوالۍ چې دوی ولکه کړي، له چور او تالان پرته په کې هیڅ راز خدمات نشته.

د ده په خبره، دا د طالب لپاره لویه ازموینه وه، هم ولس وپېژندل او هم نړیوالو وپېژندل چې هغوی په پخواني فکر دي او هیڅ راز بدلون یې نه دی کړی.

میرزکوال له ولسوالیو څخه د امنیتي ځواکونو د شاتګ اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، موږ پر همدې جدي کار کوو چې ولې دغسې حالت رامنځته شو.

د ده په خبره، چا چې غفلت کړی، دولت ته یې بې مورده ډاډ ورکړی او هلته پرسونل فزیکي حضور نه درلود، له ټولو سره به جدي قانوني چلند وشي.

ده وویل، تر راتلونکو څو ورځو لوی بدلونونه په مخ کې دي.

ده خبر ورکړ چې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د پولیسو ۳۰ زره سیمه ییز ځواک جوړېږي چې کافي وسلې، معاش او تجهیزات به ولري.

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد احمدزي هم وویل، هغوی چې غفلت کړی او سیمې له جګړې پرته وسله والو ته پرې ایښي، له جدي قانوني چلند سره به مخامخ شي.

ده زیاته کړه، د سیمو د بېرته نیولو او امنیت د خوندیتوب لپاره قوي هوايي او ځمکني عملیات په پام کې لري.

دغه راز ده یادونه وکړه هغه وسلې او وسایط چې وسله والو نیولي د تر لاسه کولو لپاره به یې ځمکني او هوايي عملیات وشي.

د ملي امنیت نظامي مرستیال تورنجنرال غفار خان وویل، د وسله والو وروستۍ جګړه تر ډېره تبلیغاتي وه.

ده له رسنیو غوښتنه وکړه چې د ملي مسایلو په تړاو ملي ګټي او ملي دریځ په پام کې ونیسي.

د کندهار والي روح الله خانزاده وویل، تېره ورځ یې له ولسمشر سره خبرې وکړې او نن یې یو باصلاحیته پلاوی کندهار ته راولېږه.

ده وویل، ولسمشر هم کندهار ته متوجه دی او ده ته یې ویلي چې کندهار د ټول افغانستان حیثیت لري.

ده خلکو ته ډاډ ورکړ چې هیڅکله به طالبانو ته اجازه ور نه کړي چې کندهار ښار ته داخل شي او دلته وحشت ترسره کړي.

دغه پلاوی داسې مهال کندهار ته سفر کوي چې په دې وروستیو ورځو کې وسله والو شاوخوا ۷ ولسوالۍ نیولي او جګړه تر کندهار ښار پورې را رسېدلې ده.

Visits: 104

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.