ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

« تر هغه چې د سرپرستۍ فرهنګ ختم نه شي، امنیت او عدالت نه شي ټینګېدای»

« تر هغه چې د سرپرستۍ فرهنګ ختم نه شي، امنیت او عدالت نه شي ټینګېدای»

author avatar
11 Jul 2021 - 17:51
« تر هغه چې د سرپرستۍ فرهنګ ختم نه شي، امنیت او عدالت نه شي ټینګېدای»
author avatar
11 Jul 2021 - 17:51

کابل (پژواک،۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰): د ولسي جرګې یو شمېر غړي د پرست وزیرانو د کار دوام په هېواد کې د بې ثباتۍ لامل ګڼي او د جرګې منشي وايي چې که حکومت نوماند وزیران معرفي نه کړي دغه جرګه به په دې اړه تصمیم ونیسي.

اوس مهال پوهنې، اطلاعات او فرهنګ، د کلیو او پراختیا، ښځو چارو، مالیې، عامې روغتیا، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، لویې څارنوالۍ، افغان سرې میاشتې، مرکزي بانک او د سترې محکمې د رهبرۍ عالي شورا د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

د پوهنې، ښځو چارو، اطلاعات او فرهنګ، کلیو او پراختیا وزارتونه او مرکزي بانک د هغو سرپرستانو له خوا اداره کېږي چې ولسي جرګې یې نوماندي رد کړې ده.

ولسي جرګې څو ځله د سرپرستانو د کار دوام ناقانونه بللی او حکومت دې جرګې ته د باور رایې ورکولو په خاطر د نوماند وزیرانو د معرفي کېدو خبره کړې خو تر اوسه یې دغه کار نه دی کړی.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې ملالۍ اسحاق زۍ وویل، په ادارو په ځانګړې توګه امنیتي ادارو کې د سرپرستانو حضور د ناامنۍ د ډېرېدو لامل شوی، تر څو چې د سرپرستۍ فرهنګ پای ته ونه رسېږي، کار اهل کار ته ونه سپارل شي، امنیت او عدالت نه شي ټینګېدلای.

هغه زیاته کړه چې سرپرستان ځواب ورکوونکي نه دي او د خپلو شخصي ګټو په هڅه کې دي.

په ولسي جرګه کې د نیمروز د خلکو استازي ګل احمد نورزاده وویل: ((د سرپرستانو د کار دوام د بې ثباتۍ، ناامنۍ ډېرېدو او د حکومتي چارواکو له خوا د قانون ماتولو لامل شوی، نه یوازې داچې یو شمېر وزارتونه د سرپرستانو له خوا د قانون خلاف اداره کېږي، ان ځینې رد شوي نوماندان له میاشتو راهیسې د سرپرست په توګه د ولسمشر له خوا ساتل شوي دي.))

د ولسي جرګې منشي محمد کریم اتل هم حکومت دې جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره د نوماند وزیرانو د نه معرفي کېدو په برخه کې له قانونه په سرغړونه تورن کړ او ویې ویل: ((ترڅو چې د خلکو غوښتنې په پام کې ونه نیول شي او قانون د چارواکو له خوا په یو ډول تطبیق نه شي په دولتي ادارو کې به پرمختګ ونه شي او ګډوډي به دوام ولري.))

هغه زیاته کړه: ((که د حکومت دغه ډول چلند دوام وکړي، ولسي جرګه به د سرپرستانو په اړه تصمیم ونیسي.))

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې رییس د روان کال په غويي میاشت کې ویلي و چې د دې جرګې د رییسانو کمېټې د پرېکړې له مخې، دغه جرګه به د غبرګولي په پنځمه په ادارو کې د سرپرستۍ فرهنګ د پای ته رسېدو په تړاو تصمیم ونیسي.

په ورته وخت کې یوې حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل، په نږدې راتلونکي کې نوماند وزیران د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کېږي.

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.