ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“بدخشان کې د بمبار له امله ۱۳ طالبان او ۸ ملکي وګړي وژل شوي”

“بدخشان کې د بمبار له امله ۱۳ طالبان او ۸ ملکي وګړي وژل شوي”

فیض آباد (پژواک، ۲۵ چنګاښ۱۴۰۰): په بدخشان کې سيمه ييز چارواکي وایي، تېره ورځ ناوخته په دغه ولایت کې د امنیتی ځواکونو په هوایي برید کې د ۱۳ طالبانو پر وژل کېدو سربېره ۸ ملکي کسان وژل شوي او زیات شمېر کسان ټپیان دي.

د بدخشان د شهدا ولسوال شیخ حمیدالله مفکر پژواک خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو یوه ډله بمبار کړې چې د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو او یو شمېر نورو ټپي کېدو ترڅنګ په کې اته ملکیان هم وژل شوي او څو نور یې ټپیان دي.

د هغه په وینا، دغه ملکی کسان د دغې ولسوالۍ هټۍ وال او د کلينيک ډاکټران وو.

ده زياته کړه، په دغه بمبار کې عامو خلکو ته زیات مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د طالبانو د وژل کېدو په اړه څه نه وایي، خو زياتوي چې په دغه برید کې لسګونه ملکي کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د سيمې اوسېدونکي هم د ملکي وژل شویو او ټپیان شویو کسانو شمېر د محلي چارواکو په پرتله زیات ښيي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.