ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د کابل- لوګر لويې لارې اړوند پل قندهاریو بازار د پایو سولرونه او بېټرۍ غلا شوي

خلک: د کابل- لوګر لويې لارې اړوند پل قندهاریو بازار د پایو سولرونه او بېټرۍ غلا شوي

author avatar
17 Jul 2021 - 17:19
خلک: د کابل- لوګر لويې لارې اړوند پل قندهاریو بازار د پایو سولرونه او بېټرۍ غلا شوي
author avatar
17 Jul 2021 - 17:19

پل علم (پژواک، ٢٦ چنګاښ ١٤٠٠): د لوګر اوسېدونکي وايي چې وسله والو غلو د کابل- لوګر لويې لارې په اوږدو کې د سړک پر غاړه د ولاړو پایو سولرونه او بېټرۍ غلا کړي دي.

د کابل- لوګر پر لويه لار د محمد اغې ولسوالۍ د زاهد اباد بازار يوه هټۍ وال ببرک شاه د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه کاله مخکې په دغه بازار کې د حکومت له لوري د سړک او بازار د روښانه کولو لپاره پایې پر سولري برېښنا سمبال شوې وې.

دې وايي: “تر ٤٠ ډېرې د لمريزې برېښنا پايې، بټرۍ او چراغونه دلته په بازار کې وو، خو په تېرو دوو- درېیو شپو کې وسله وال کسان راغلي او دا هر څه يې وړي دي.”

دغه راز د يادې لارې په اوږدو کې د قندهاريو پل بازار يوه هټۍ وال احمدالله پژواک ته وويل چې د دغه بازاره د سړکونو له پایو هم د لمريزې برېښنا وسايل غلا شوي دي.

هغه وايي: “لسګونه د لمريزې برېښنا پايې وې، خو غله راغلي، ډېر يې وړي او لږ يې پاتې دي، که يې مخه ونه نيول شي، دا نور هم وړي.”

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د ملي شتمنيو په ساتلو کې له جديت څخه کار واخلي.

په دې اړه د لوګر د والي وياند ديدار لونګ پژواک ته وويل چې د کابل- لوګر پر لويه لار له يو شمېر سيمو د لمريزې برېښنا وسايل غلا شوي دي.

ده زياته کړه: “ولايت مقام پر دې مسئله خبر دى، امنيتي ځواکونه ته هدايت ورکړل شوى چې دغه غله پيدا کړي.”

د يادونې ده، د روان کال په اوږدو کې د کابل- لوګر لويه لار تر پخوا ډېره نا امنه شوې او خلک يې په اړه سخت شکايتونه لري.

Views: 261

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.