ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ته د امریکایي ځواکونو د بیا تلو اوازې ناسمې دي

کندهار ته د امریکایي ځواکونو د بیا تلو اوازې ناسمې دي

author avatar
31 Jul 2021 - 19:44
کندهار ته د امریکایي ځواکونو د بیا تلو اوازې ناسمې دي
author avatar
31 Jul 2021 - 19:44

کابل  (پژواک،  ۹ زمری ۱۴۰۰): د امریکا متحده ایالتونه، کندهار ته د دغه هېواد د ځواکونو د بیا تلو خبرونه ناسم بولي، خو وایي چې له افغان ځواکونو به یې هوایي ملاتړ دوام لري.

بهرنیو ځواکونو له تېرې مې میاشتې له افغانستانه د وتلو لړۍ پیل کړې او ټاکل شوې چې د روان میلادي کال تر سپټمبر میاشتې یاد ټول ځواکونه له افغانستانه ووځي. دغه ځواکونه د روان کال د غویي په ۲۲مه د کندهار له هوایي ډګره وتلي دي. بهرني ځواکونه له افغانستانه د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې له مخې وځي.

خو یو شمېر کسانو پر فېسبوکپاڼو او ټویتر لیکلي چې امریکایي ځواکونه بیا کندهار ته تللي دي. د دغو کسانو له ډلې، ازاد خبریال بلال سروري پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: “لږ شمېر امریکایي ځواکونه بېرته کندهار ته تللي.”

خو شمشاد خصوصي ټلویزیون نن د ناڅرګندې سرچينې له قوله لیکلي چې د کندهار هوايي ډګر د فضاء خوندیتوب چارې یو ځل بیا امریکا پر غاړه واخيستې.

دغه ټلوېزیون لیکي چې امریکایي ځواکونو په دغه ولایت کې پر طالبانو بریدونه پیل کړي او امریکایان به د یوې اوونۍ لپاره له بګرامه د کندهار امنیتي وضعیت کنټرولوي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکایي ځواکونه د چنګاښ په ۱۱مه په افغانستان کې له خپلې تر ټولو لویې ادې «بګرام هوایي ډګر» وتلي دي.

شمشاد ته یادې سرچینې ویلي چې امریکایي ځواکونه به په کندهار ښار کې د طالبانو د مخکې تګ په صورت کې له بي ۵۲ الوتکو پر طالبانو د بریدونو لپاره کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، له تېرو دوو اوونیو راهیسې امریکایي الوتکو په کندهار ښار او د دغه ولایت په سپین بولدک او شاولیکوټ ولسوالیو کې څلور ځلې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي.

حقیقت موندنه:

د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري کندهار ته د امریکایي ځواکونو د بیا تګ او دغه راز د امریکایانو له خوا د بګرام له هوایي ډګره د کندهار د هوايي ډګر د کنټرول په اړه وویل: «دا واقعیت نه لري، زموږ خپل افغان ویاړلې قواوې کندهار ښار ته رسېدلې دي.»

یوه امریکایي چارواکي هم کندهار ته د امریکایي ځواکونو د بیا تګ خبره رد کړه.

دغې سرچینې چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، له بګرامه د کندهار د هوایي ډګر د کنټرول په اړه څرګند ځواب ورنه کړ خو ویې ویل، لکه څرنګه چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو نوی قوماندان جنرال میکنزي ویلي، له افغان ځواکونو سره به یې هوایي ملاتړ دوام لري.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند صادق عیسی هم وایي، امریکايي ځواکونه په کندهار کې فزیکي حضور نه لري، خو د افغان امنیتي ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.

خو نوموړي په دې اړه چې امریکايي ځواکونه له باګرام هوايي ډګره کندهار هوايي ډګر او یا د دغه ولایت فضا څاري، وویل چې په دې اړه معلومات نه لري.

پایله: ځینې سرچینې وایي، یو شمېر امریکایي ځواکونه بیا د کندهار هوایي ډګر ته تللي، خو ځیني نور بیا د امریکایانو له خوا له بګرامه د کندهار د هوایي ډګر د کنټرول خبره کوي، خو ځینې معتبرې سرچینې دغه څرګندونې ردوي.

پرېکړه: کندهار ته د امریکایي ځواکونو د بیا تګ اوازې ناسمې دي.

Visits: 362

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.