ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رحماني کره بېړنۍ ناسته: اسماعیل خان باید د هرات والي وټاکل شي

د رحماني کره بېړنۍ ناسته: اسماعیل خان باید د هرات والي وټاکل شي

author avatar
1 Aug 2021 - 14:21
د رحماني کره بېړنۍ ناسته: اسماعیل خان باید د هرات والي وټاکل شي
author avatar
1 Aug 2021 - 14:21

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۰): د سیاسیونو او ملي امنیت سلاکار ترمنځ بېړنۍ ناسته کې وړاندیز شوی چې اسماعیل خان دې د هرات د والي په توګه وټاکل شي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي حبیب الرحمن پدرام پر خپله فېسبوک پاڼه د دې ناستې انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې تېره شپه د ولسي جرګې د رییس میر رحمان رحماني په کور کې د هېواد، په ځانګړې توګه د هرات د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره بېړنۍ ناسته ترسره شوه.

نوموړي زیاته کړې چې په دې ناسته کې د مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني، د ملي امنیت سلاکار، د ولسمشر پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني، خالد نور او د پارلمان یو شمېر وکیلانو او مشرانو حضور درلود.

پدرام ویلي: ((ما او کبرزاني څه چې لازم و حاضرو کسانو او البته د ملي امنیت سلاکار ته به خطاب ښکاره او واضح مطرح کړل.))

هغه زیاته کړې چې په دې ناسته کې وړاندیز وشو چې امیر اسماعیل خان دې ژر تر ژره د هرات والي او د نظامي شور رییس وټاکل شي او وروسته دې د ده په محوریت واحده قومانده او مدیریت جوړ شي.

د هغه په خبره، په دې ناسته کې وړاندیز وشو چې پخواني کادرونه لکه ګلبدین الکوزی دې د قول اردو د قوماندان، سید نصیر علوي د ملي امنیت رییس او شېر اقا الکوزی دې د هرات ولایت امنیه قوماندان وټاکل شوي.

حبیب الرحمن پدرام ویلي چې د خلکو بسیج جبهه دې په ډېرو تجهیزاتو تمویل شي او د امنیتي ځواکونو کمبودات دې ژر رفعه شي.

د هغه په خبره، په ناسته کې وړاندیز وشو چې هوايي بریدونه دې ډېر شي او د هرات هوايي ځواکونه دې د A29, MD 530 . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.