ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ads
په میدانښار کې پر ملکي موټر د برید له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په میدانښار کې پر ملکي موټر د برید له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
6 Aug 2021 - 12:50
په میدانښار کې پر ملکي موټر د برید له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
6 Aug 2021 - 12:50

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۰) : ځایي چارواکي وایي چې په میدان وردګو ولایت کې د ملکي وګړو پر یوه موټر برید کې پنځه کسان وژل شوي دي.

د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان سمونوال مصطفی مایار وایي، یاد کسان له بامیان ولایت څخه کابل ته پر لاره وو چې نن سهار میدانښار ته نږدې د دویم نمبر لارې په اوږدو کې له برید سره مخ شول.

نوموړي زیاته کړه چې وسله والو طالبانو تېره شپه له درنو وسلو څخه په استفادې پر دغه موټر برید کړی دی.

هغه وایي : " طالبانو پر دې موټر د میدان ښار اړوند چهار بند سیمه کې د درنو وسلو برید کړی، د یوه ماشوم او ښځو په ګډون پنځه ملکیان په کې وژل شوي او درې تنه ټپیان شوي دي."

که څه هم د میدان وردګو امنیتي چارواکي د دغه برید مسوولیت پر وسله والو طالبانو اچوي، خو وسله والو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې دولتي ځواکونو له پوستې څخه پر دې موټر برید کړی او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې چې جګړو زور اخیستی په هېواد کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۳۲۱ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د تېر کال په پرتله ۸۰ سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.