ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار والي : پر موټرسایکلونو له بندیز سره ترهګریزې او جنایي پېښې کمې شوې دي

د کندهار والي : پر موټرسایکلونو له بندیز سره ترهګریزې او جنایي پېښې کمې شوې دي

author avatar
6 Aug 2021 - 13:02
د کندهار والي : پر موټرسایکلونو له بندیز سره ترهګریزې او جنایي پېښې کمې شوې دي
author avatar
6 Aug 2021 - 13:02

کندهار (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۰) : د کندهار والي وایي چې په ښار کې پر موټرسایکلونو له بندیز سره په ترهګریزو، ترافیکي او جنایي پېښو کې ډېر زیات کمښت راغلی دی.

والي دغه څرګندونې د زمري په ۱۵مه، په هغې خبرپاڼه کې کړي چې د ولایت مقام له خوا خپره شوې ده.

خانزاده د کندهاریانو له حوصلې، مبارزې او له جمهوري نظامه د هغوی له کلک ملاتړ څخه مننه کړې  ده، چې په دې اوسني حساس وضعیت کې یې ترسره کړی دی.

هغه زیاته کړې : “باوري یم چې د کندهار ولایتي ادارې او حکومت څخه ستاسو ملاتړ او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ستاسې دعاوې به ډېر ژر کندهار یو ځل بیا د امن او ابادۍ کور کړي. ”

والي خانزاده ویلي، د کندهار په دې حساس حالت کې یې د نظامي شورا په کچه یو لړ ځانګړې پرېکړې وکړې، چې ښایي د خلکو د ناراحتۍ لامل ګرځېدلې وي چې له ډلې یې یوه هم د موټرسایکلونو مطلق ګرځبندیز و.

ده ویلي : ” ولې په بشپړ ډاډ سره وایم، چې د موټر سایکلونو له ګرځبندیز سره سم په ښار کې د ترهګریزو او غلچکي بریدونو تر څنګ جنایي جرمونه او ترافیکي پېښې مطلق ختمې شوې او اوس په ښار کې سوداګر، علماء، مدني فعالان، د ملکي ادارو مامورین، د امنیتي ځواکونو سرتېري او نور ښاریان په ډاډه زړه خپلې ورځنۍ چارې مخته وړي او له یادې پرېکړې څخه راضي دي. ”

د هغه په وینا، د موټر سایکلونو له بندېدو سره سم یې د ملي بس تصدۍ بېرته عاجل فعاله کړه او اوس د ښار په بېلابېلو سیمو کې په وړیا توګه ښاریان له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته انتقالوي، ترڅو د موټرسایکلونو تر بېرته ایله کېدو پورې ښاریان په اسانۍ سره له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته ولاړ شي.

د کندهار والي وایي : “زموږ هره پرېکړه د ولس امنیت د خوندیتوب، د ټولنې د سوکالۍ او پرمختګ او دایمي امن راتلو په نیت ده او ستاسو څخه هیله لرم چې زموږ د هرې پرېکړې په تطبیق کې راسره همکاري او ملاتړ وکړئ، ترڅو د پردیو او ترهګرو له ناروا پلانونو څخه مو ماشومان، ځوانان، علما، سپین ږیري، سوداګر، ښوونځي، کلینیکونه، کورونه او نور تاسیسات په امن کې وي. “

Views: 82

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.