منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:26 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

سرچینې: په هرات کې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې بهرني وسله وال جګړه کوي

· 3 دقیقې لوستل · 346 کتنې

هرات (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۰): خلک او امنیتي سرچینې وایي، هغه کسان چې دا مهال د هرات ښار په څنډو کې له امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو سره په جګړه بوخت دي، ډېری یې بهرني وسله وال دي.

دغه سرچینې وایي چې اوس هم د هرات د ګذرې او انجیل ولسوالیو په ډېری سیمو کې بهرني وسله وال شته.

د ولسي مقاومت د حرکت شورا غړي جمال عبدالناصر حبیبي پژواک ته وویل چې دوی ته د رسېدلو راپورونو له مخې، ډېری دغه بهرني وسله وال په پښتو او دري ژبو نه پوهیږي.

نوموړي وویل چې ډېری دغه وسله وال د مالان پله په شاوخوا برخو کې ځای پر ځای شوي دي.

هغه څرګنده کړه چې دغه بهرني وسله وال، طالبانو ته د امنیتي ځواکونو او ولسي مقاومت د حرکت له لوري د درنې مرګ ژوبلې له ور اوښتو وروسته له طالبانو سره یوځای شوي دي.

هغه زیاته کړه چې ولسي مقاومت حرکت ته څه موده مخکې وسلې ورکړل شوې او د امنیتي ځواکونو ترڅنګ به طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې ښار ته داخل شي.

په هرات کې یو شمېر خلک وايي چې په تېرو څو ورځو کې ډېری بهرني وسله وال له طالبانو سره یوځای شوي دي.

انجیل ولسوالۍ چې اوس مهال له طالبانو سره ده یوشمېر اوسېدونکي یې وایي، ډېری دغه بهرني وسله وال په پښتو او دري ژبو نه پوهیږي.

دغه کسان چې نه غواړي نومونه یې یاد شي وایي، دولت باید ژر هرات ته د دغو وسله والو د له منځه وړلو په موخه تازه دمي سرتېري ولېږي او پراخ عملیات پیل کړي.

د هرات سیمه ییز چارواکي هم په دغه ولایت کې د بهرنیو وسله والو شتون تاییدوي.

د هرات والي عبدالصبور قانع وویل چې د رسېدلو راپورونو له مخې، د هرات ښار په شاوخوا کې  سیمو کې بهرني وسله وال په ځانکړي ډول پاکستانيان لیدل شوي دي.

د هرات والي ډاډ ورکوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د هغوی ځپلو ته چمتو دي او د هرات په ځینو برخو کې د امنیتي ځواکونو عملیات راون دي.

هغه په یاد ولایت کې د تصفیوي عملیاتو د سستوالي لامل د طالبانو له خوا د استوګنې له کورونو او ملکي کسانو د سپر په توګه استفاده وبلله.

 په هرات کې اوسنۍ درنې جګړې د هرات ښار سوېل لوېدیځه برخه کې ډېری خلک بې ځایه کړي دي.

د یادو سیمو ډېری اوسېدونکو د جګړې د شدت او په کورونو کې د طالبانو د ځای پر ځای کېدو امله خپلې مېنې پرېیښي او د خپلو خپلوانو کورونو ته تللي دي.

دغه اوسېدونکي له حکومت څخه غواړي چې جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي څو ملکي وګړو ته د نور زیان او مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.

بلخوا طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې د طالبانو په لیکو کې بهرنیان نه شته.

د هرات د حوزوي روغتون د مسوولینو په وینا، په هرات کې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه شاوخوا د نظامیانو او  ملکي وګړو په ګډون ۳۰ کسان وژل شوي او له ۲۰۰ډېر نور ټپیان شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.