ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټولګټو وزارت: د اووه زره کیلومتره سړکونو د څارنې او ساتنې پروګرام لرو

د ټولګټو وزارت: د اووه زره کیلومتره سړکونو د څارنې او ساتنې پروګرام لرو

author avatar
12 Aug 2021 - 16:22
د ټولګټو وزارت: د اووه زره کیلومتره سړکونو د څارنې او ساتنې پروګرام لرو
author avatar
12 Aug 2021 - 16:22

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۰): د ټولګټو وزارت مسوولین وایي چې له نړیوال بانګ سره پر داسې پروګرام کار کوي چې له مخې به یې د اووه زره کیلومتره سړک ساتنه او څارنه وشي او ترڅنګ به یې یو میلیون خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

دغه څرګندونې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال عبدالقیوم ځاځي د زمري په ۲۱مه په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه وویل چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۱۴۰ کیلومتره سړک په کندهار، اروزګان، تخار او لغمان ولایتونو کې په اساسي ډول جوړ شوي دي.

ځاځی وایي، په تېرو پنځو میاشتو کې ۸۹ کیلومتره کلیوالي سړکونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جوړ شوي او په راتلونکو څلورو میاشتو کې به ۵۶ کیلومتره به نور هم جوړ کړي.

هغه زیاته کړه، په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۴۲ کیلومتره سړکونه او پلونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې سروې او ډیزان شوي او ۲۲۷ کیلومتره به په راتلونکو پنځو میاشتو کې ډیزان شي.

نوموړي وویل چې د ټولګټو وزارت له نړیوال بانک سره پر داسې پروګرام کار کوي چې له مخې به یې د اووه زره کیلومتره سړک ساتنه او څارنه وشي او ترڅنګ به یې يو میلیون خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د ځاځی په وینا، له روان کال څخه تر اوسه پورې دغه وزارت د تېر کال په شمول څه باندې ۵،۵ میلیارده افغانۍ بېلونه ورکړي او د ۳،۳ میلیارده بېلونه تر پروسس لاندې دي.

په یاده غونډه کې د ټولګټو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد حامد محبي وویل چې په ۱۴۰۰ کال کې ټوله بودجه ورته څه باندې ۱۸،۶ میلیارده افغانۍ منظور شوې وه.

هغه وایي، د ټولګټو وزارت په ۱۴۰۰ کال کې ۱۲ پراختیایي پروژې د څه باندې ۴،۴ میلیارده افغانیو په ارزښت تړون کړی او همدارنګه ۶۸ پروژې په تدارکاتي پړاوونو کې قرار لري چې لګښت یې شاوخوا ۱۸ ميلیارده اټکل شوی دی.

ده زیاته کړه چې ټولګټو وزارت د مالي کال له پيله تر دې مهاله پورې د سیستم په جوړولو کې هڅې کړې چې دا مهال د پروژو څارنه، د انوایسونو پروسس او کنټرول یې د PMIS . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.