ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: په ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو کې دې د نجونو او هلکانو زده کړې نه درېږي

طالبان: په ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو کې دې د نجونو او هلکانو زده کړې نه درېږي

author avatar
15 Aug 2021 - 10:51
طالبان: په ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو کې دې د نجونو او هلکانو زده کړې نه درېږي
author avatar
15 Aug 2021 - 10:51

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۰): طالبانو ویلي چې په هېواد کې د لوړو زده کړو په ټولو خصوصي او دولتي مرکزونو کې د نجونو او هلکانو تحصیلي چارې په عادي ډول دوام لري.

د طالبانو له خوا د زمري په ۲۴مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د لوړو زده کړو اړوند له ټولو مسوولینو، استادانو او محصلینو یې هیله کړې چې د هېواد د روان جګړه ییز او بحراني وضعیت په اړه کومه اندېښنه ونه لري او په دې اړه دې د کوم منفي بدلون احساس ونه کړي.

طالبانو د دې خبرپاڼې له لارې ټولو ته خبر ورکړی چې له کومې ځانګړې وقفې پرته به د نجونو او هلکانو په دواړو څانګو کې تحصیلي چارې لکه د پخوا په څېر له هر ډول خنډ او ځنډ پرته جریان مومي او ټول اړوند مسوولین دې له کوم غفلت او نیمګړتیا پرته خپلې ور سپارل شوې دندې ترسره کړي.

سرچینې زیاته کړې: “موږ په پوره مسوولیت او امانتدارۍ سره ډاډ درکوو چې ستاسو د سر او مال حفاظت به زموږ یواځېنۍ دنده وي. البته د یادونې وړ ده چې د هېواد په لر و بر کې د جګړې شدت ښايي تحصیلي بهیر د یو څه لنډ وخت لپاره وځنډوي.”

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۹ یې تر اوسه نیولي دي.

Visits: 7320

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.