کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۰) : د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د ناټو له سرمنشي، د روسیې، چین، پاکستان او هندوستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه خبرې کړې دي.
بلینکن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دغه راز د اسټرالیا، ناروې، هالینډ، کاناډا او ګڼ شمېرنورو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره یې هم خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې له دوی سره يې د افغانستان د وروستیو حالاتو، راتلونکي حکومت، مرستو او سولې پروسې په اړه بحثونه وکړل.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپانه کې د دغو خبرو د جزییاتو په هکله څه نه دي ویل شوي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ټویټر کې لیکلي : " په خبرو کې پر دې ټینګار وشو چې ټول شموله سیاسي حل تر ټولو غوره لار ده. او دا چې د ثبات لرونکي افغانستان لپاره به پاکستان له متحده ایالاتو سره له نږدې کار وکړي او شریک کوي به یې. "
دغه راز د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د بلینکن په غوښتنه له وانګ یي سره په ترسره شوې اړیکه کې د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.
سرچینې ویلي، په دې اړیکه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له چین څخه مننه وکړه چې پر افغان سولې د قطر ناسته کې یې ګډون وکړ او ویې ویل چې د افغانستان حالات سختې مرحلې ته داخل شوي دي.
بلینکن هیله څرکنده کړه چې طالبان له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، یو ټولشموله حکومت جوړ کړي او په دې برخه کې یې له چین څخه مرسته وغوښته.
د چین د بهرنیو چارو وزیر یانګ یي، ویلي چې په افغانستان کې دې حکومت د خلکو په خوښه جوړه شي او د زور له لارې حکومت به هلته نورې ستونزې وزېږوي.