ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان افغانستان ته د لیسانس او ماسټرۍ سل بورسونه ورکوي

پاکستان افغانستان ته د لیسانس او ماسټرۍ سل بورسونه ورکوي

author avatar
23 Aug 2021 - 15:40
پاکستان افغانستان ته د لیسانس او ماسټرۍ سل بورسونه ورکوي
author avatar
23 Aug 2021 - 15:40

کابل (پژواک، ۱ وږی ۱۴۰۰): په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وايي چې لاهور کې د مدیریت او ټکنالوژۍ پوهنتون، افغانانو ته د لیسانس او ماسټري دورې سل بورسونه اعلان کړي دي.

هغه نن پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې ده د پاکستان په لاهور کې د مدیریت او ټکنالوژۍ پوهنتون (UMT) له مشر ابراهیم حسن مراد سره خبرې کړې دي.

دی وايي چې یاد بورسونه د ښځو او نارینه وو لپاره دي.

د هغه په وینا، پاکستان له افغانستان سره د زده کړو په برخه کې همکارۍ ته ادامه ورکوي او له نورو بنسټونو څخه هم غواړي چې د افغانانو د ظرفیت لوړونې لپاره کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې کابل نیولی او دا مهال له افغان سیاسیونو سره د داسې حکومت د جوړولو په خبرو لګیا دي چې ټولو افغانانو ته د منلو وي.

Visits: 90

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.