ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: د ښځو چارو  وزارت پر ځاى يوه بله اغېزمنه او قوي اداره رامنځته کيږي

مجاهد: د ښځو چارو وزارت پر ځاى يوه بله اغېزمنه او قوي اداره رامنځته کيږي

author avatar
19 Sep 2021 - 23:31
مجاهد: د ښځو چارو  وزارت پر ځاى يوه بله اغېزمنه او قوي اداره رامنځته کيږي
author avatar
19 Sep 2021 - 23:31

کابل(پژواک ۲۶وږى ۱۴۰۰): طالبان وايي د ښځو چارو وزارت پر ځاى د ښځو لپاره يوه بله اغېزمنه او قوي اداره رامنځته کيږي.

دغه څرګندونې د طالبانو د فرهنګي کمسيون غړي او وياند ذبيح مجاهد له يوې ايرانۍ رسنۍ سره په خبرو کې کړي او ويلي يې دې چې دوى د ښځو لپاره د يوې اغېزمنې او فعالې ادارې د رامنځته کولو لپاره کار کوي.

نوموړي زياته کړې چې په راتلونکي نظام کې به دا دا اداره شرعي قانون په چوکاټ کې جوړيږي او مهمه نه ده چې ددې ادارې نوم دې وزارت، معينيت يا رياست وي.

دده په وينا په تېر نظام کې د ښځو چارو وزارت یوه سمبولیکه اداره وه چې هیڅ تطبیق یې نه درلود.

دى وايي : “سره له دې چې د ښځو چارو وزارت شتون درلود خو ښځو لاهم د هیواد په کلیو کې خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسی نه درلود.”

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ښځو چارو وزارت د دعوت و ارشاد او د امر بالمعروف او نهى عين المنکر پر وزارت بدل شو چې پر وړاندې يو شمېر مدني فعالانو نن په کابل کې لاريون هم وکړ.

Visits: 2353

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.