ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې بېځايه شوې کورنۍ: که مرسته راسره وشي، بېرته خپلو سيمو ته ستنېږو

بلخ کې بېځايه شوې کورنۍ: که مرسته راسره وشي، بېرته خپلو سيمو ته ستنېږو

author avatar
20 Sep 2021 - 15:26
بلخ کې بېځايه شوې کورنۍ: که مرسته راسره وشي، بېرته خپلو سيمو ته ستنېږو
author avatar
20 Sep 2021 - 15:26

مزارشريف (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۰): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د شمالي ولايتونو يو شمېر بېځايه شوې کورنۍ وايي، که نوی حکومت او خيريه بنسټونه ورسره مرسته وکړي، بېرته به خپلو سيمو ته ستانه شي.

دغه بېځايه شوې کورنۍ د ورځنيو کارونو له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې د فقر او بېوزلۍ له امله له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

د مزارښار جنوب- لوېديځ لور ته د هغو داخلي بېځايه شوو کورنيو ليدو ته ورغلي وو چې د تېر حکومت پر مهال يې د جګړو او نا امنيو له امله خپلې مېنې پرېیښې او دغه ځای ته راکډه شوې دي.

عبدالعزيز د فارياب د قیصار ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې اوس په دغه کمپ کې له خپلې شپږ کسيزې کورنۍ سره اوسېږي.

هغه وايي چې کابو دوه کاله وړاندې په خپله سيمه کې د جګړو او نا امنيو له امله مجبور شو چې مزار ښار ته پناه راوړي.

د هغه په خبره، په تېرو دوو کلونو کې ورسره ځيني وخت خيريه بنسټونو مرسته کړې او ډېری وخت به ده خپله ورځ مزدوري کوله او د کور لپاره به يې نفقه برابروله.

خو نوموړی اوس وايي چې له شاوخوا دوو مياشتو را په دېخوا يې ټوله کورنۍ له شديدې بېوزلۍ څخه کړېږي.

نوموړي وويل: ((اوس ورځ مزدوري هم نشته، حتی که له چا د ډوډۍ سوال هم وکړو، نو څوک يې نه راکوي؛ ځکه چې هر څوک خپل غم په سر اخيستي دي.))

د هغه په وينا، څو ورځې پرله پسې له کوره پر دې نيت وتلی چې ګوندې څوک يې کار لپاره بوځي؛ خو نه دی بريالی شوی.

ماه ګل په مزار کې د بېځايه شوو د کمپ يوه بله اوسېدونکې ده چې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

هغه وايي چې د جوزجان د جګړو له امله يې خپله مېنه پرېیښې او دلته له خپلې کورنۍ سره ورځې او شپې تېروي.

دغه مېرمن وايي چې په وروستيو ورځو کې يې لاس دومره تنګ شوی چې حتی خپلو اولادونو ته د يوه وخت ډوډۍ هم نه شي پيدا کولای.

نوموړې وايي: ((نور هيڅ لاره نه ده راپاتې. که وضعيت همداسې دوام وکړي، مجبورېږو چې خپل واړه ماشومان وپلورو. چې کار روزګار نه وي نو مجبور يو همداسې يو کار وکړو، دا حالت نور د زغملو نه دی.))

هغې پژواک ته وويل چې اقتصادي وضعيت يې دومره خراب دی چې حتی بېرته خپلې سيمې ته نه شي ورستنېدلی.

د مزارشريف سوېل لوېديځ لور ته د داخلي بېځايه شوو د دغه کمپ يوه استازي عبدالغفور پژواک ته وويل چې دلته مېشتې ټولې کورنۍ هيله لري چې بېرته خپلو سيمو ته ستنې شي.

خو هغه زياتوي چې د دغه کار لپاره مرستو ته ضرورت لري.

نوموړي زياته کړه: ((د دې خلکو کورونه د جګړو په اور کې سوځېدلي، اوس بايد له دوی سره مرسته وشي چې بېرته خپلې مېنې ورغوي او همدا راز کومک ورسره وشي چې بېرته خپلو سيمو ته لاړ شي.))

هغه له نوي حکومت او مرستندويه ټولنو څخه وغوښتل چې د دغو داخلي بېځايه شوو لاسنيوی وکړي څو دوی بېرته خپلو کليو او بانډو ته وکوچېږي.

هغه وايي چې د ژمي موسم له را رسېدو وړاندې بايد دغه خلک بېرته خپلو سيمو ته لاړ شي او خپلې مينې دې ابادې کړي.

د هغه په خبره، که داسې ونه شي نو د ژمي په موسم کې به يې ډېر ماشومان او سپين ږيري له يخنۍ څخه تلف شي.

په ورته مهال بلخ کې د اطلاعاتو او کلتور رياست سرپرست وايي چې دوی هڅه کوي څو د نورو هيوادونو له خوا مرسته شوي توکي پر بېوزله کورنيو وويشي.

د اطلاعاتو فرهنګ رياست سرپرست مولوي ذبيح الله نوراني وايي چې د ازبکستان له خوا مرسته شوو توکو د وېش لړۍ يې پيل کړې ده.

هغه زياتوي چې د داخلي بېځايه شوو په ګډون ټولو هغو کسانو ته به مرستې ور ورسول شي چې اړتيا ورته ولري.

که څه هم دمګړۍ په مزارشريف کې د بېځايه شوو کورنيو د شمېر په اړه کره معلومات نشته؛ خو د پخواني حکومت چارواکو ويلي وو چې د روان لمريز کال په پيل کې مزارشريف ښار کې د بېځايه شويو شمېر شاوخوا ۲۵زره کورنيو ته رسېدلی وو.

ډېری دغه کورنۍ د بلخ له ولسواليو او شاوخوا شمالي ولايتونو څخه د جګړو، نا امنيو او وچکالۍ له امله مزار ښار ته راکډه شوې وې.

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.