Language

د کابل پوهنتون د سرپرست په توګه د غیرت ټاکل له غبرګونونو سره مخ شوي

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۰): ځینو کسانو د کابل پوهنتون د سرپرست مشر په توګه د محمداشرف غیرت پر ټاکلو نیوکې کړي، خو دغه پوهنتون وایي، پخوانی رییس یې بهر ته ځي او د غیرت ګومارنه یواځې د سرپرستۍ بڼه لري چې بدلون په کې راتلی شي.

طالبانو تر اوسه په دوو پړاوونو کې د سرپرستې کابینې غړي او د ځینو خپلواکو ریاستونو سرپرست مشران اعلان کړي دي. دغه راز د لوړو زده کړو وزارت تېره ورځ محمد اشرف غیرت د کابل پوهنتون سرپرست ټاکلی دی.

تر اوسه پوهاند محمدعثمان بابري د کابل پوهنتون رییس و.

د کابل پوهنتون د معلوماتو له مخې، محمد اشرف غیرت د کابل پوهنتون له ژورنالېزم پوهنځي څخه په ۱۳۸۷ کال کې فارغ شوی دی. سرچینه زیاتوي:«محمد اشرف غیرت د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو په اداره کې د خپلې کاري تجربې او مخینې له مخې د اسلامي امارت د عالي تحصیلاتو ادارې په جنوب لوېديځه حوزه کې د فرهنګي مسوولیت تر څنګ د الهجرة انستیتیوت مسوول هم پاتې شوی، او په دغه حوزه کې یې د ټولو موجودو پوهنتونونو د څار او ساتنې په برخه کې لویه همکاري ترسره کړې ده.»

د راپورونو له مخې، پوهاند محمدعثمان بابري له جرمني په فارمکوگنوزی کې دکتورا اخیستې. هغه د کابل پوهنتون تر ریاست مخکې د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي کادر غړی پاتې شوی او د دغه پوهنتون د فارمسي پوهنځي د رئیس، د عامې روغتیا د فارمسۍ عمومي رئیس، د کابل پوهنتون علمي معین او د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په توګه دندې تر سره کړې دي.

غبرګونونه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

Related Topics