ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې لاریون کوونکو له امریکا د کنګل شوو پيسو د خلاصون غوښتنه وکړه

په کابل کې لاریون کوونکو له امریکا د کنګل شوو پيسو د خلاصون غوښتنه وکړه

author avatar
24 Sep 2021 - 16:32
په کابل کې لاریون کوونکو له امریکا د کنګل شوو پيسو د خلاصون غوښتنه وکړه
author avatar
24 Sep 2021 - 16:32

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۰): په کابل کې سلګونو کسانو له امریکا او نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پيسې راخلاصې کړي ترڅو په هېواد کې د لا ډېرې بېوزلۍ او لوږې مخه ونيول شي.

دغه لاريون نن د جمعې له لمانځه وروسته د کابل ښار په منځنۍ برخه د حاجي عبدالرحمن جومات ترڅنګ ترسره شو چې مشري يې د افغانستان د مسلمانانو ځوانانو بنسټ (نجم) کاوه او ګډونوالو يې «مرګ پر امریکا؛ حق ملت، صدای ملت» شعارونه ورکول.

د «نجم» بنسټ مشر انجنير عبدالواحد همت وويل، دا غونډه د دې لپاره شوې ترڅو د افغان ولس د حق ترلاسه کولو لپاره خپل غږ پورته کړي.

ده زياته کړه، ۹،۴ میلیارد ډالره کنګل شوې پيسې د ملت حق دی، نو له نړیوالې ټولنې غواړي چې هغه راخلاصې کړي، ترڅو په افغانستان کې د لا ډېر فقر او لوږې مخه ونيول شي.

د هغه په وينا، په دې کنګل شوو پيسو کې يواځې درې ميليارده ډالره د سوداګرو دي چې له لارې يې افغانستان ته خوراکي توکي او درمل واردول؛ که دغه پیسې ازادې نه شي، د افغانيو ارزښت را کميږي او ورسره د ټولو توکو بيې لوړيږي چې په دې سره به افغانستان له اقتصادي بحران سره مخامخ شي.

دی وايي: “موږ له نړیوالې ټولنې، امریکا، روسيې او نورو هېوادونو غوښتنه لرو چې له افغان ملت سره له خپلې دښمنۍ لاس واخلي. دا ملت مسلمان ملت دی، غیرتي ملت دی او هیڅکله له خپلې عقيدې او ارښتونو نه تېرېږي، نو دوی دې له دغه مظلوم ملت سره له دښمنۍ لاس واخلي. دوی د دې پر ځای چې له افغانانو بښنه وغواړي چې دوی يې په ناحقه ووژل، دوی نوره هم بدمعاشي کوي او د افغان ملت پيسې يې کنګل کړې دي. دوی غواړي د اقتصادي فشار له لارې پر افغانانو خپلې ناوړې موخې عملي کړي، خو دوی به هيڅکله د خپلو نامشروعو فشارونو له لارې خپلو ناوړو اهدافو ته ونه ورسيږي.”

همت دغه راز يادونه وکړه، دا چې نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، بشري حقونو، نړیوال بانک په تېرو شلو کلونو کې له افغان ولس سره همکاري او مرسته کوله، نو وروسته له دې دې هم له افغان ولس سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د «نجم» بنسټ  مشر وويل، د دوی دغه ډول غونډې په نورو ولايتونو کې هم همدا اوس روانې دي او که يادې کنګل شوې پيسې را خلاصې نه شي، په راتلونکي کې به له نورو سوله ييزو لارو د دغو پيسو د را خلاصولو غوښتنې ته دوام ورکړي، ځکه دا پیسې په حکومت نه، بلکې په ولس پورې اړه لري.

نوموړي دغه راز له طالبانو هم وغوښتل چې د افغانستان ولس اقتصادي ستونزو ته پاملرنه وکړي او پرې نه ږدي چې خلک د بېوزلۍ له امله هېواد پرېښودو ته اړ شي. خلک لکه څنګه چې د امنيت له پلوه ډاډمن شوي، له اقتصادي اړخه دې اړخه دې هم ډاډمن شي.

په دغه لاريون کې د صرافانو د اتحاديې په استازيتوب امين جان خوستي له امريکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پيسې خوشې کړي.

ده وویل: “زه په ټولو دنیاوالو، بانک جهاني، ملل متحد، آی ام ایف، د امریکا په خزانې وزارت او چارواکو غږ کوم چې دا پيسې د اسلامي امارت پيسې نه دي، هغه د ملت پيسې دي، د کونډو يتيمانو پيسې دي، نو هغه دې را خلاصې کړې. په دنياوالو غږ کوم چې له افغان ولس سره دې دښمني نه کوي او دا دښمني ستره تېروتنه ده.”

هغه زياته کړه، دا چې نرخونه لوړ شوي، لامل يې دا دی چې سوداګري په ټپه ولاړه ده، بانکونه کمزوری فعالیت لري او سوداګر پيسې نه لري، نو نړیوال دې پر افغانانو ترحم وکړي او د هغوی پيسې دې خلاصې کړې، ترڅو افغانان اقتصادي ازادي هم ترلاسه کړي.

Visits: 607

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.