ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“بانکي محدودیت او نه همغږۍ د موسساتو فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي”

“بانکي محدودیت او نه همغږۍ د موسساتو فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي”

author avatar
28 Sep 2021 - 18:07
“بانکي محدودیت او نه همغږۍ د موسساتو فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي”
author avatar
28 Sep 2021 - 18:07

کندهار (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۰): د سوېلي زون لپاره د اکبر موسسې مسوولین او د همدغه زون د موسساتو مشورتي بورډ وايي، د بانکدارۍ سیستم محدودیت او د موسساتو او اړوندو ریاستونو ترمنځ نه هغمږۍ د موسساتو چارې او فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي دي.

د یادو ادارو مسوولینو نن (د تلې ۶مه) په دې اړه د کندهار له والي سره وکتل او له هغه یې د ستونزو حل وغوښت.

د اکبر موسسې «د افغانانو لپاره د بشري او پرمختیايي مرستو د همغږۍ اداره» د سوېلي زون مشر انجنیر عصمت‌ الله زاهد وویل، یاده شوې موسسه چې له ۱۹۸۸ زېږدیز کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، غړي موسسات یې د خوړو د خوندیتوب، پوهنې، روغتیا، سرپناه برابرولو، اوبو، د خلکو حقونو، ښې حکومتولۍ او نورو اړینو برخو کې فعالیتونه کوي.

هغه زیاته کړه، په هېواد کې د راغلي بدلون او څو نورو ستونزو له امله د اړوندو موسساتو فعالیتونه او چارې له خنډ سره مخامخ دي.

نوموړي د کندهار له والي وغوښتل چې ولایتي اداره باید د نادولتي موسسو لپاره اسانه عملیاتي چاپېریال رامنځته کړي.

دغه راز ده غوښتنه وکړه چې له مالي مرستې د بېځایه ګټې اخیستنې مخنیوی دې وشي او د بهرنیو ډونرانو له خوا کندهار ته را استول شوي مرستې باید پر ځای ولګېږي.

په دې غونډه کې د سوېلي زون په کچه د موسساتو د مشورتي بورډ غړو وویل چې د بانکدارۍ سیسټم محدودیت او د موسساتو او اړوندو ریاستونو تر منځ نه هغمږۍ د موسساتو چارې او فعالیتونه له خنډ سره مخامخ کړي دي.

هغوی د کندهار له والي غوښتنه وکړه څو د یادو شوو ستونزو په حل کې مرسته ورسره وکړي او موسسات وکولای شي په سمه توګه خپلې چارې او فعالیتونه تر سره کړي.

د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا وویل، په کندهار ښار او ولسوالیو کې یې ټولو کورنیو او نړیوالو موسساتو ته د خدماتو رسولو او پروژو د پلي کولو په موخه کاري چاپېریال برابر کړی دی.

هغه زیاته کړه، مرستندویه ادارې او نور موسسات باید د کندهار ښار تر څنګ په ولسوالیو او نورو لرې سیمو کې جګړه او وچکالۍ ځپلو ته بشري او روغتیايي مرستې ورسوي.

نوموړي د موسسو له استازو غوښتنه وکړه څو خپلو بهرنیو ډونرانو ته قناعت ورکړي چې دلته امنیت خوندي دی او په ډاډه زړه کولای شي د کندهار په ټولو سیمو کې فعالیت وکړي.

دغه راز والي د هر راز ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ویې ویل، ټولې ستونزې به له مرکزي ادارې سره شریکې کړي او حل لارې به یې ولټوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د کوچنیانو د ساتنې موسسې/  Save The Childrenمشر هم کندهار ته سفر کړی و او له ولایتي چارواکو سره یې په لیدنه کې ډاډ ورکړ چې خپلې بشري مرستې او خدمات د کندهار هغو جګړې ځپلو ولسوالیو ته غځوي چې تېر شل کاله د ناامنیو له امله لاسرسی نه ورته کېده.

Visits: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.