ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکي: مخابراتي خدمات کمزوري شوي او ځينې شبکې کریډیټ پټوي

د پکتيا اوسېدونکي: مخابراتي خدمات کمزوري شوي او ځينې شبکې کریډیټ پټوي

author avatar
30 Sep 2021 - 12:03
د پکتيا اوسېدونکي: مخابراتي خدمات کمزوري شوي او ځينې شبکې کریډیټ پټوي
author avatar
30 Sep 2021 - 12:03

ګردېز (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۰): د پکتيا اوسېدونکي شکايت کوي چې له څه مودې راهيسې يو ځل بيا په دغه ولايت کې مخابراتي ستونزې زياتې شوې او د اړيکو نيولو پر مهال له ستونزو سره مخ کيږي.

دوی کمزوری انټرنټي پوښـښ بله لويه ستونزه بولي او پر ځينو مخابراتي شبکو تور لګوي چې په خبره يې د دوی کریډیټ پټوي.

د احمدابا ولسوالي اوسېدونکی حاجي نايب وايي چې اړيکه ژر نه وصل کيږي او د اړيکې ټينګېدو پر مهال د خبرو کيفيت ډېر خراب وي.

نايب پژواک ته وويل: ((اول خو رُخ کيږي نه، چې رُخ شي، بيا غږ سم نه ځي، قطع او وصل کيږي ام ټي ان ډېر مشکل لري او پکتيا کې خلک ډېر همدا سيم کارت کاروي. اوس خو دوی ته امنيتي مشکلات نشته، موږ هم ور سره همکاري کوو، دا مشکلات دې حل کړي.))

د ګردېز ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکی اجمل مسعودزی د انټرنېټ د کمزوري پوښـښ ستونزه جدي بولي او نيوکه کوي، چې ګواکې مخابراتي شبکې د 4G  انټرنېټ اعلانات کوي، خو په خبره يې چې د انټرنېټ واقعي کيفيت 4G  نه دی.

مسعودزی وايي: ((دوی د فورجي خبره کوي، خو زه وايم چې 3G  نه، 2G  به هم نه وي. لطفا له خلکو سره دې دوکه نه کيږي، په دومره لوړه او قيمته بيه دومره بې کيفيته او خراب خدمات وړاندې کول ظلم او خيانت دی.))

ځينې نور کسان بيا پر ځينو مخابراتي شبکو تور لګوي چې شبکې د دوى له سيمکارتونو څخه د موبايل کرېډېټ پټوي.

د دوی له ډلې د زرمت اوسېدونکی حقمل مراد وايي: ((افغان بيسیم او اتصالات بيخي ډېره غلا شروع کړې ده، په خپلسر پکېجونه فعالوي او بيا پيسې ګرځوي. دا اوس يې زما له موبايل نه ۴۰ افغانۍ کټ کړې. بل مشکل دا دی چې زرمت کې چې کومې پايې تخريب شوې، تر اوسه ويجاړې دي او فقط دوه يا درې چې په ولسوالي کې دي، فعالې دي.))

د مخابراتو وزارت د اترا ادارې يو مسوول د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته ومنله، چې ډېری مخابراتي کمپنۍ د 4G  انټرنيټي خدمتونو وړاندې کولو لپاره کافي فريکوینسي نه لري او په ناسم نوم 4G . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.