ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

الکوزی: د هېواد اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی

الکوزی: د هېواد اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی

author avatar
1 Oct 2021 - 14:33
الکوزی: د هېواد اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی
author avatar
1 Oct 2021 - 14:33

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۰): د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال اقتصادي ستونزې، په ځانګړې توګه د اړینو لومړنیو توکو بیو لوړېدل د اندېښنې وړ بولي خو ډاډ ورکوي چې له بېلابېلو بنسټونو سره کار کوي څو د هېواد اقتصادي وضعیت بېرته خپل عادي حالت ته را وګرځي.

نن په عمده ډول د ۴۹ کیلويي قزاقي اوړو بیه ۲۲۰۰ افغانۍ، لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه ۲۸۵۰ افغانۍ او د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړيو بیه ۲۳۰۰ افغانۍ ده.

دغه راز نن یو لېتر ډېزل په ۵۶ افغانۍ، یو لېتر پټرول په ۶۸ افغانۍ او کیلو ګاز په ۸۰ افغانۍ پلورل کېږي.

خان جان الکوزي له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د روان کال د زمري په ۲۴مه د پخواني نظام له سقوط وروسته هېواد د ګډوډیو لور ته ولاړ، ټولې برخې زیانمنې شوې او په دې کې د هېواد اقتصادي وضعیت هم شامل دی.

هغه وايي، د افغانستان د پیسو کنګل کېدل، د نړۍ د مرستو بندېدل، په صادراتو او وارداتو کې کموالی، د د بانکونو په ګډون د حکومتي او غیر حکومتي ادارو د کارونو درېدل او نور د هېواد په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي وضعیت بدې اغېزې وکړې.

الکوزي زیاته کړه: ((په لومړیو ورځو کې په افغانستان په رښتیا هم وضعیت له هره اړخه ښه نه و، یو د منډې منډې، تېښتې تېښتې حالت رامنځته شو، له بلې خوا زموږ ټول بندرونه چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو او ایران سره وو، له پاکستان پرته بند شول.))

د هغه په خبره، د افغانستان او صادروونکو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تړونونو د وخت بشپړېدو په دلیل د ډېری وارداتي توکو کچه راټیټه شوه چې د بیو په لوړېدو کې یې عمده رول لرلی دی.

هغه د خبرو په دوام  وايي: ((د لومړنیو مصرفي توکو بیې، په ځانګړې توګه تېل او ګاز چې ډېر لوړ ختلي، له بده مرغه د خوراکي توکو بیې چې انتقالات یې کم شوي، اغېزې یې منفي وې، نرخونه لوړ شوي خو په هڅه کې یو چې بېرته ټيټ شي.))

نوموړي څرګنده کړه چې اوس په ټوله کې د وارداتي توکو بیې، په ځانګړې توګه د نفت او ګاز او لومړنیو خوراکي توکو ډېرې د اندېښنې وړ دي او بېوزله خلک یې د پېرلو وس نه لري.

هغه په داسې حال کې چې ویل یې، اوس مهال له نړۍ سره د افغانستان سوداګري قطع شوې ده او د هېواد سوداګریز وضعیت ښه نه دی.

الکوزي زیاته کړه: ((سودګري ورځ تر بلې خرابېږي، تجارتي وضعه ښه نه ده؛ خو د سوداګرۍ وزارت له مسوولینو او د مالیې له وزیر صاحب سره مو خبرې کړې دي، هیله من یو چې یوه حل لاره پیدا شي.))

هغه څرګنده کړه، افغانستان مخکې له نړیوال سوداګریز سازمان (WTO . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.