ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې پرونۍ اور لګېدنې شاوخوا يو ميليون ډالر زيان اړولی

جلال اباد کې پرونۍ اور لګېدنې شاوخوا يو ميليون ډالر زيان اړولی

author avatar
2 Oct 2021 - 16:53
جلال اباد کې پرونۍ اور لګېدنې شاوخوا يو ميليون ډالر زيان اړولی
author avatar
2 Oct 2021 - 16:53

جلال اباد (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۰): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د داوودزي په نوم يو مارکېټ کې د اور لګېدنې له امله هټۍ والو ته شاوخوا يو ميليون ډالر زيان اوښتى دى.

د مسوولينو په وينا، اور د مارکېټ دننه په يو هوټل کې د ګازډبې د چاودنې له امله رامنځته شوی و، خو ځکه يې شدت پيدا کړی چې پنځو نورو ګازډبو هم همهاله اور اخیستی و.

د جلال اباد ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظيم امريت مشر حضرت علي اغا وايي، چې اور پرون د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند، جلال اباد حوزوي روغتون ته څېرمه د داوودزي په نوم د يو روغتيايي پلازا داخل لګېدلى و .

هغه زياته کړه چې د اور له امله د مارکېټ يوه برخه چې هوټلونه، دوکانونه او د اوسېدو کورونه په کې دي، سوځېدلي دي.

دوکانداران او هوټل لرونکي وايي چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، شاوخوا يو ميليون ډالر زيان اورلګېدنې رامنځته کړی دی.

دوی ګيله کوي چې د اور وژنې مسوولين پر وخت نه دي ورسېدلي نو ځکه اور پراخ شوی او زيانونه يې ډېر شوي دي.

د محمد اعظيم په نوم يو هوټل لرونکي وويل، چې د اور له لګېدو ډېر وروسته اطفايه ور ورسېده چې اور له مهاره وتلی و.

خو د ننګرهار ولايت د اطفايې امريت يو کار کوونکي محمد اکبر وويل چې دوی له خبرېدو سره سم ورسېدلي، خو دا چې په هوټل کې شپږو لويو ګازډبو اور اخیستی و نو ځکه پر ځنډ مهار شو.

د سيمې امنیتي مسوولين د مارکېټ مالک او مېشت هټۍ وال ګرموي چې په خبره يې د اور وژنې لپاره يې هیڅ تدابير نه و نيولي.

د جلال اباد ښار د درېيمې حوزې مرستيال قاري عبدالغني وايي چې هر مارکېټ بايد د اور وژنې لومړني وسايل ولري، خو دلته هیڅ موجود نه و ځکه اور شدت پيدا کړی دی.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.