کابل(پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۰): په کابل ښار کې د میلاد نبي (ص) د لمانځنې مراسمو ګډونوالو له حکومت څخه د ملاتړ ترڅنګ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان یوازې پرېنږدي او خپلې بشردوستانه مرستې دې پیل کړي.
د اهل سنت او جماعت ګوند د نننیو مراسمو په ترسره کولو سره، د تلې ۲۷ مه چې د ربیع الاول له ۱۲مې سره برابره ده د بشریت د ستر لارښود میلاد ولمانځه.
د دغه ګوند مشر ملاترخېل په یادو مراسمو کې د نبي (ع) احادیث او د پیغمبر (ص) اخلاق یاد کړل او په هېواد کې یې د سیاسي نظام تغییر ته په اشاره وویل، د سیاسي نظام تر تغییر وروسته هېواد کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی.
سرچینې حکومتي مسوولینو ته په اشاره وویل: ((حکومت امانت دی او د امانت خیانت کول غدر دی، له تاسو مسوولینو غواړم چې په بېلا بېلو نومونو د خلکو وینې ونه بهول شي، د مهربانۍ له مخې د دغو خلکو امنیت ټینګ کړئ.))
هغه خلکو ته په خطاب وویل: ((موږ باید له اسلامي امارت څخه ملاتړ وکړو که له دې بدتر را نه شي، د افغانستان خلک داسې یو شرعي نظام غواړي چې سوله وي، خو نړیوال اوس مهال نه غواړي، له بده مرغه دا د افغانستان له خلکو سره ظلم دی نه له امارت سره.))
نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان خلک یوازې پرې نږدي او خپلې بشردوستانه مرستې بېرته پیل کړي.
په ورته وخت کې د شیخ امین الله قریشي په نوم دیني عالم په یادو مراسمو کې د پیغمبر (ص) د اخلاقو او سیرت په اړه خبرې وکړې.
هغه وايي، که په اسلامي ټولنه کې د جناب حضرت محمد (ص) لاره او سیرت عملي شي، یاده ټولنه به له هر ډول تاوتریخوالي خالي وي.
هغه هم له حکومتي مسوولینو وغوښتل چې په هېواد کې د سراسري سولې او امنیت برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن