ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالانې: بې کارۍ او اقتصادي ستونزو ښځې سوال کولو ته اړې کړې دي

مدني فعالانې: بې کارۍ او اقتصادي ستونزو ښځې سوال کولو ته اړې کړې دي

author avatar
21 Oct 2021 - 16:56
مدني فعالانې: بې کارۍ او اقتصادي ستونزو ښځې سوال کولو ته اړې کړې دي
author avatar
21 Oct 2021 - 16:56

کابل ( پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۰ ): مدني فعالانې وايي، د کار د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله ښځې په ښار کې سوال کولو ته اړې شوې دي.

يو شمېر ښځینه فعالانو په همدې تړاو نن د تلې په ۲۹مه په کابل کې اعتراضیه لاریون وکړ.

د لاریون یوې ګډونوالې حسینې سروري پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وخته چې ښځې بې کاره شوي او په کور کښېنول شوي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي.

هغې زیاته کړه، ګڼې ښځې آن سوال کولو ته اړې شوي، دا نه زغمونکی حالت دی.

د دې په خبره، د ننني لاریون موخه دا ده چې ښځې غږ پورته کړي او له نوو واکمنو خپل حق وغواړي.

نوموړې ګواښ وکړ، که د ښځو حقوق ور نه کړل شي نو خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

هغې وویل: «ډېرې ښځې داسې دي چې په کور کې د کار کولو څوک نه لري خو اوس بې کاره شوي او د کور لګښت نه شي پیدا کولای، هغوی څه وخوري؟»

د لاریون یوې بلې ګډونوالې زهرا احمدي پژواک ته وویل، په لسګونو زره نارینه او ښځې بې کاره شوي چې له امله یې کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغې وویل: «ښځې بې کاره شوې دي، د نجونو ښوونځي تړل شوي دي، موږ خپل حقوق غواړو، موږ ته باید د پخوا په څېر د کار زمینه برابره شي څو خپل عادي ژوند وکړو.»

نوموړې دغه راز غوښتنه وکړه چې نه یوازې د دولتي کارکوونکو معاشونه باید ورکړل شي، بلکې په ادارو کې دې ښځو ته د پخوا په څېر ونډه ورکړل شي.

د لاریون یوې بلې ګډونوالې دیبا فرهمند پژواک ته وویل چې پر هېواد بده ورځ راغلې، خلک اړ شوي د بې کارۍ او غربت له امله د خپلو کورونو توکي وپلوري.

دې وویل: «یو خو کار نشته او بل د خوراکي توکو بیه لوړه شوې ده، هيڅوک د دې توان نه لري چې خوراکي توکي وپيري.»

فرهمند وایي چې ښځو ته دې د کار زمینه برابره شي څو اقتصادي ستونزې یې حل شي او خپلې کورنۍ او اولادونو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

دغه راز د لاریون یو شمېر نورو ښځینه ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې که د دوی حقوق ور نه کړل شي نو خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

Views: 39

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.