ژبه

بحرین ته د افغانستان د ۲۳ کلنو فوټبال ملي لوبډلې سفر لغوه شو

کابل (پژواک،  ۳ لړم ۱۴۰۰): د افغانستان فوټبال فدارسیون وایي، د هېواد د نامطلوب وضعیت او پر وخت د الوتنې نشتوالي له امله په بحرین کې د اسیا اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون په موخه د ۲۳ کلنو فوټبال ملي لوبډلې سفر دغه هېواد ته لغوه شو.

د افغانستان فوټبال فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد فوټبال فدراسیون د مشرتابه له هڅو سره سره د هېواد د نامطلوب وضعیت له کبله، د اسیا د اتلولۍ په مقدماتي سیالیو کې د ۲۳ کلنو فوټبال ملي لوبډلې سفر دغه هېواد ته د اسیا فوټبال فدراسیون له خوا لغوه شو‌ی دی.

سرچينې لیکلي، پر وخت د الوتنې نشتوالی او د اسیا فوټبال کنفدراسیون، فيفا او د قطر له بهرنیو چارو وزارت سره د فوټبال فدراسیون د ريیس او سکرټر جنرال له خبرو وروسته، امید ملي لوبډله په دغو لوبو کې له ګډونه پاتې شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان فوټبال فدراسیون په کابل کې د المپیک ملي کمېټې او د قطر سفارت په همکارۍ دوحې ته د ملي لوبډلې د انتقال په موخه د تخليې له الوتنو سره هم همغږي کړې او هوکړې وه ته رسېدلي وو، خو د اسیا فوټبال کنفدراسيون د قوانینو پر اساس د لوبډلې په ځنډ رسېدل او د بحرین پر وړاندې د یوې لوبې له لاسه ورکول چې د اکتوبر په ۲۵مه ترسره کېده، په دغو لوبو کې د یاد کنفدراسیون د امید ملي لوبډلې د ګډون جواز صادر نه کړ.

د یادونې ده، فیفا او اسیا فوټبال کنفدراسیون د افغانستان له وضعیته خبر دي او د افغانستان فوټبال فدراسیون له مشرتابه سره په اړیکه کې دي.