ایبک (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۰): د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د مرکز ۲۶ کلیو پر ۴۱۶ بزګرانو د کرنې او مالدارۍ اړوند ۱۸ قلمه وسایل چې د المان په مالي مرسته برابر شوي، ووېشل شول.
د سمنګان د کرنې او مالدارۍ رییس جندالله فاروق نظري وايي، په یادو وسایلو کې د خسي ماشین، د وړیو برس، د حیواني واکسین د ساتنې لپاره یخچال، د شیدو لوشلو سطل، د دواپاشۍ پمپ، پلاستیکي ترموز، د ښاخ برۍ کوچنۍ او لویې بیاتي ګانې، پلاستيکي او ربړي دست کش، ماسک او نور شامل دي.
نظري وویل، حکومتي چارواکي د زراعت په برخه کې بېلابېل پروګرامونه لري چې په هېواد کې د وضعیت مساعدېدو په صورت کې به تطبیق شي.
نوموړي له هغو موسسو چې د زراعت او مالدارۍ برخه کې فعالیت لري وغوښتل چې هغو سیمو ته توجه وکړي چې تر اوسه په کې خدمات نه دي وړاندې شوي.
د عزیزخان په نوم یوه بزګر د یادو وسایلو د ترلاسه کوونکو په استازیتوب وویل، د وسایلو په ترلاسه کېدو خوشاله یو او په دغه ولایت کې د مالدارانو او کروندګرو د ډېر ملاتړ غوښتنه کوو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP