ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نننۍ بريد د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېلې څرګندونې کيږي

د کابل د نننۍ بريد د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېلې څرګندونې کيږي

author avatar
2 Nov 2021 - 13:18
د کابل د نننۍ بريد د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېلې څرګندونې کيږي
author avatar
2 Nov 2021 - 13:18

پنځم تعقیب – کابل (پژواک ۱۱ لړم ۱۴۰۰): ځينې سرچينې د کابل په نننۍ بريد کې د مرګ ژوبلې کچه ۴۹ تنه يادوي، خو حکومت وايي چې په دغه بريد کې درې ښځې، يو ماشوم او درې امنيتي کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

نن له غرمې وروسته ۱:۳۰ بجه وزير اکبر خان کې د سردار داوودخان ۴۰۰ بستریز روغتون مخې ته دوه چاودنې وشوې، ورپسې بریدکوونکو د روغتون په داخل کې وسله واله جګړه پیل کړه.

تر چاودنو وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل کېدل.

د حکومت مرستیال ویاند بلال کريمي وايي چې لومړۍ چاودنه د روغتون مخې ته او دوهمه هم همدې روغتون ته څېرمه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی وايي چې دغه چاودنې د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند د سردار داوودخان ۴۰۰ بستریز روغتون مخې ته شوې دي.

هغه زیاته کړې، ځانګړي امنیتي سرتېري سیمې ته لېږل شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال ذبيح الله مجاهد وايي، په ياد بريد کې په روغتون کې د ننه چاته زیان نه دی اوښتی، خو له روغتون څخه بهر درې ښځې، يو ماشوم او درې امنيتي ځواکونه وژل شوي او پنځه نور امنيتي ځواکونه ټپيان شوي دي.

د ده په وینا، دغه بريد د پنځو بريدګرو «داعشیانو» په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.

خو رویټرز اژانس ویلي چې په دې چاودنو کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۳۴ نور ژوبل شوي دي.

د روغتون یوه ډاکتر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، لومړی چاودنه د اردو د ۴۰۰ بستریز روغتون ورودي دروازه کې شوې او وروسته برید کوونکي د دغه روغتون لویې ودانۍ ته داخل شوي دي.

نوموړی وايي، برید کوونکي له دوو رينجر موټرو، سپکو او درنو وسله سره د روغتون ودانۍ ته داخل شوي او په دغې ودانۍ کې سخته جګړه روانه وه.

یوه بله سرچينه بیا وايي چې بریدګر پنځه تنه وو.

د دې پېښې مسوولیت تراوسه پورې چا په غاړه نه دی اخیستی او داعش ډلې هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه پېښه د ډېرو سياستوالو له خوا د خبرپاڼو په خپرولو سره غندل شوې ده.

ډاکټر عبدالله عبدالله ويلي: “زه دا برید په کلکه غندم او په اړه یې خپل ژور خپګان څرګندوم. روغتونونه او نور عامه ځایونه باید امن وي او له هر ډول برید څخه خوندي وي”.

مخکيني ولسمشر حامد کرزي هم دغه بريد د بشر ضد جنایت او هغه يې د افغانستان پر ضد د توطيو دوام بللی دی.

نوموړي له دې توطيو څخه د هېواد د ژغورنې لپاره د حالاتو په سهي درک کولو او د ملي اتحاد او اتفاق پر لا ډېرې غښتلتيا ټینګار کړی دی.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.