منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۸ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کابل په سینماپامیر کې اور لګېدلی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۴ کتنې

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۰): د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښار په سینماپامیر کې د اورلګېدنې له امله څلور دوکاونه سوځېدلي او اوس اور کنټرول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي پژواک خبري اژانس ته وویل چې څو شېبې مخکې (ماښام مهال) د کابل ښار د لومړۍ ناحیې په سینماپامیر سیمې په یوه دوکان کې د برښنا شارټۍ له امله اورلګېدلی دی.

د ده په وينا، د اورلګېدنې له امله څلور دوکاونه سوځېدلي دي خو سیمې ته اطفائیه رسېدلې او اور یې کنټرول کړی دی.