کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۰): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، راتلونکې اوونۍ به په قطر کې له «طالبانو» سره خبرې پیل کړي او د دغو خبرو مشري به د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وسټ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس دغه څرګندونې تېره ورځ کړې دي.
هغه ویلي: «دواړه لوري به زموږ په مهمو ملي ګټو- چې په کې د اسلامي دولت (داعش) او القاعده ترهګرې ډلې په وړاندې عملیات، بشري مرستې، د افغانستان ویجاړ شوی اقتصاد او له افغانستانه د امریکایي اتباعو او هغو افغانانو خوندي وتل چې په تېرو شلو کلونو کې یې د متحده ایالتونو لپاره کار کړی، شامل دي- بحث او خبري وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستیال ذبیح الله مجاهد د لړم په ۱۹مه ویلي وو چې د افغانستان سرپرست حکومت په قطر کې له امریکا سره بیا ځلې خبرو ته چمتووالی لري.
ده ویلي و چې له امریکا سره په خبرو کې به د افغان حکومت په اړه شته اندېښنو ته هم ځواب وویل شي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن