ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې چاودنه شوې

په کابل ښار کې چاودنه شوې

author avatar
25 Nov 2021 - 16:48
په کابل ښار کې چاودنه شوې
author avatar
25 Nov 2021 - 16:48

کابل (پژواک، ۴ لیندۍ ۱۴۰۰): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې پر يوه موټر چاودنه شوې ده، خو مرګ ژوبله نه لري.

د ياد شوي وزارت وياند قاري سعيد خوستی وايي چې د دويمې حوزې اړوند کارته پروان سیمه کې په یوه ملکي موټر چاودنه شوې ده چې ځاني تلفات نه لري.

عیني شاهدان وايي چې یاده چاودنه نن مازیګر ۴:۱۵ بجې د نادريې لېسې ته څېرمه وشوه.

د ویدا په نوم د پېښې یوه عیني شاهده وايي چې یاده چاودنه د مقناطیسي ماین له امله شوې ده.

په دې وروستيو کې کابل ښار کې چاودنې ډېرې شوې دي. دوه ورځې مخکې (سه شنبه) د کابل په قوای مرکز کې چاودنه شوې وه. دغه راز د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) هم په دشت برچي او دهبوري سيمو کې چاودنې شوې وې.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.