منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۳ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ایکو سازمان: د اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره باید له افغانستان سره مرستې وشي

· ۳ دقیقې لوستل · ۳۶۹ کتنې

کابل (پژواک،۸ لیندۍ ۱۴۰۰): د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) غړو هېوادونو د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې، ویلي یې دي چې د بشري او اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره دې له دغه هېواد سره مرستې وشي.

د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو استازو پرون د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې خپله پنځلسمه ناسته کې د افغانستان پر روان اقتصادي، سیاسي او بشري وضعیت په داسې حال کې خبرې کړي چې د افغان حکومت په استازیتوب په دغه غونډه کې چا برخه نه لرل‍ه. افغانستان په ۱۳۷۲ کال کې له دغه سازمان سره یو ځای شوی، خو شاوخوا درې میاشتې مخکې نوی جوړ شوی حکومت یې تر اوسه چا په رسمیت نه دی پېژندلی.

د افغانستان د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وایي، له افغانستانه ځکه په دې غونډه کې چا برخه نه لرله چې تر اوسه یې د نړۍ له هېوادونو سره رسمي تعاملات نه دي پیل شوي.

ایران د افغانستان له خلکو سره هر ډول مرستو ته چمتووالی ښودلی

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي دغې غونډې ته په خپله وینا کې ویلي، د افغانستان د خلکو شتمني په داسې حال کې کنګل شوې چې  افغانان په ژمي کې تر هر وخت ډېر اقتصادي مرستو او سون توکو ته اړتیا لري.

امریکا وروسته له هغه د افغانستان نږدې ۱۰ میلیارده ډالره پانګه کنګل کړه چې د روان کال د زمري په ۲۴مه د افغانستان مخکني حکومت سقوط وکړ او طالبان واک ته ورسېدل.

د ایران ولسمشر ویلي، ایکو سازمان په تېرو لسیزو کې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره مرسته کړې او باید راتلونکي کې هم دغه مرسته دوام وکړي.

د ده په وینا، ایران د افغانستان له خلکو سره هر ډول مرستې، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده کړو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د کډوالو د کړکېچ لپاره د ترکیې د ولسمشر اندېښنه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم یادې ناستې ته ویلي چې افغانستان له سخت ناورین سره مخ دی او ټول باید د دغه ناورین   د مخنیوي لپاره له دغه هېواد سره مرستې وکړي.

هغه په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات په رامنځته کولو ټينګار کړی دی.

اردوغان ویلي: «په افغانستان کې په سمدستي توګه د تلپاتې سولې او ثبات رامنځته کول مهم دي، ځکه دا هېواد له ستر بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی. دا زموږ ګډه هیله او هدف دی چې د هغه ځای د ادارې پوهاوی دومره پراخ شي چې د ټولو برخو اړتیاوو ته ځواب ووایي. موږ د هغو هڅو ملاتړ کوو چې موخه ‌یې د روغتیا او پوهنې په څېر د دولت د اساسي تشکیلاتو خوندي ساتل دي.»

هغه ویلي، د کډوالو د کړکېچ د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د افغانستان اقتصاد په پښو ودرول شي.

اردوغان زیاته کړې: «د کډوالو د کړکېچ د مخنیوي لپاره چې زموږ ټوله سیمه اغېزمنولای شي باید د افغانستان اقتصاد په پښو ودرول شي. د ترکیې سره میاشت او زموږ نادولتي مؤسسو په افغانستان کې د لوږې او قحطۍ له خطرونو سره د مقابلې لپاره خپل بشري مرستندویه فعالیتونه زیات کړي دي.»

په سیمه کې سوله او ثبات مهم دي

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.