ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د ښوونکو معاشونه حواله شوي خو په ځنډ یې تر لاسه کوي

د کندهار د ښوونکو معاشونه حواله شوي خو په ځنډ یې تر لاسه کوي

author avatar
1 Dec 2021 - 17:16
د کندهار د ښوونکو معاشونه حواله شوي خو په ځنډ یې تر لاسه کوي
author avatar
1 Dec 2021 - 17:16

کندهار (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۰): د کندهار ښوونکي وايي، له څو میاشتني ځنډ وروسته یې معاشونه حواله شوي خو اوس بیا د مای مني (My Money) دفتر له خوا په ځنډ ورکول کېږي.

دوی زیاتوي، په ساعتونو- ساعتونو د معاش تر لاسه کولو لپاره په کتارونو کې ولاړ وي خو وروسته بېرته ناهیلي لاړ شي او پیسې تر لاسه نه کړي.

د مختار احمد په نوم یوه ښوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن يې دویمه ده چې دغه دفتر ته راځي خو معاش یې نه دی تر لاسه کړی.

هغه زیاته کړه، د پوهنې ریاست له خوا د معاشاتو موضوع حل شوې خو اوس باید مسوولین له بانکونو سره ستونزه حل کړي څو نور د ښوونکو معاشات و نه ځنډېږي.

د ده په خبره، د وضع شوي بانکي اصولو له مخې بانکونو ته پوره پیسې نه ورکول کېږي څو ښوونکي خپل معاشونه تر لاسه کړي.

یو بل ښوونکی احمد شاه وایي، یو ځل څو میاشتې پر له پسې د ښوونکو معاشات وځنډول شول، نور باید و نه ځنډول شي.

دی زیاتوي، افغانستان بانک باید د بانکونو ستونزه حل کړي ځکه د دغه بانک له خوا خصوصي بانکونو ته پوره پيسې نه ورکول کېږي چې له امله یې دوی ته د معاشاتو په ورکړه کې ځنډ راځي.

یوه بله ښوونکې مریم وايي، له څو ورځو انتظار او په کتارونو کې له درېدو وروسته توانېدلې چې معاش تر لاسه کړي.

دا وایي، د یوې میاشتې معاش ورته رسېدلی او غوښتنه کوي چې د پاتي میاشتو معاش هم ورته حواله شي او دغه راز بانکي ستونزې هم حل شي.

پر همدې مهال په کندهار کې د مای مني (My Money . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.