ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې یوه ماشومه د تښتوونکو له بنده راخوشې شوه

بلخ کې یوه ماشومه د تښتوونکو له بنده راخوشې شوه

author avatar
3 Dec 2021 - 10:10
بلخ کې یوه ماشومه د تښتوونکو له بنده راخوشې شوه
author avatar
3 Dec 2021 - 10:10

مزارشریف (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۰): د بلخ امنيتي ځواکونو په مزار شريف ښار کې يوه ماشومه له تښتوونکو ژغورلې او په تړاو يې نهه کسان نيولي دي.

د بلخ ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سدرا جان په نوم ماشومه درې ورځې مخکې تښتول شوې وه چې د امنيتي ځواکونو له خوا د عملياتو په ترڅ کې بېرته راخوشې شوه.

سرچينه زیاتوي، دغه عملیات تېره شپه د مزارشریف ښار اړوند نهمې ناحیې په مربوطاتو کې ترسره شول چې په ترڅ کې يې نهه تښتوونکي ونیول شول او د غلام محی الدین په نوم د يادې ډلې مشر ووژل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې چارواکو د دغه ولايت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې هیڅ چا ته به اجازه ور نه کړي چې د ولس امنیت ته زیان ورسوي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.