کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۰): کابینې د اوبو او برېښنا وزارت ته دنده سپارلې څو د «شاه او عروس» بند د چارو بشپړولو لپاره بېړني اقدامات وکړي او پرېکړه یې وکړه چې د عامه ساتنې تصدي دې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي.
یاد بند د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ کې موقعیت لري او د جوړولو چارې یې نهه کاله مخکې پیل شوې وې.
ټاکل شوې وه چې دغه پروژه په دوو کلونو کې بشپړه شي، خو لا یې هم لږ کار پاتې دی.
د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې کابینې نن د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارله چې د یاد بند د چارو د تکمیل لپاره دې عاجل اقدامات وکړي، څو پاتې کاروونه یې ترسره او د اوبو لګولو او برېښنا د تولید په برخه کې د ګټې اخيستنې وړ وګرځي.
دغه بند د ۵۰ میلیونو امریکایي ډالرو په لګښت جوړېږي، د ۱.۲ ميګاواټه برېښنا د تولید او د ۲۷۰۰ هکټاره ځمکې خړوبولو وړتیا لري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې چې د عامه ساتنې تصدۍ دې د کورنیو چارو وزارت په چوکات کې فعالیت ترسره کوي او د وزارتونو، ریاستونو، ملي تاسیساتو او په ولایتونو کې د حکومتي ادارو ساتنې چارې دې له همدې ادارې ترسره کوي.