ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بېرته راستنېدونکي: حاضر یو چې د هېواد د سولې او پرمختګ برخه کې فعاله وڼده واخلو

بېرته راستنېدونکي: حاضر یو چې د هېواد د سولې او پرمختګ برخه کې فعاله وڼده واخلو

author avatar
21 Dec 2021 - 15:53
بېرته راستنېدونکي: حاضر یو چې د هېواد د سولې او پرمختګ برخه کې فعاله وڼده واخلو
author avatar
21 Dec 2021 - 15:53

فراه (پژواک، ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۰): بېرته راستنېدونکي چې د جګړې او ناامنۍ له امله بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي وو وايي، اوس چې سوله راغلې د ټینګښت او د هېواد د پرمختګ لپاره هڅې کوي.

په هېواد کې د څلورو لسیزو جګړو او ناامنۍ له امله میلیونونه افغانان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او سلګونه زره کسان د هېواد په داخل کې له یوې سیمې بلې ته بېځایه شوي دي.

د روان کال د زمري په ۲۴ مه د مخکني حکومت تر سقوط وروسته، که څه هم زرګونه کسان چې له امریکایانو، نورو بهرنیو هېوادونو او ملګرو ملتونو سازمان سره یې کار کړی و، خبریالان، د بشر حقونو فعالان او ورزشکاران له افغانستانه تللي، خو یو شمېر نور له ترکیې او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران څخه بېرته راګرځول شوي دي.

د فراه ولایت اوسېدونکي تورمحمد چې ۴۰ کاله مخکې د جګړې له امله له خپلې کورنۍ سره یو ځای له افغانستان ایرن ته پناه وړې وه، په دې وروستیو کې هېواد ته راستون شوی دی.

نوموړی چې د فراه ولایت اړوند داراباد کلي اوسېدونکی دی وايي، پلار یې د شوروي ځواکونو په یرغل کې وژل شوی، دی یې له مور، یوې خور او ورور سره ایران ته لاړ.

تورمحمد چې هغه مهال ۱۲ کلن و د کورنۍ د نفقې پیداکولو لپاره درانه کارونه ترسره کول او له ډېرو سختو ورځو سره عادت شوی و.

هغه د کډوالۍ دوره د خپل ژوند تر ټولو سختې ورځې وبللې او ویې ویل: ((شپه او ورځ یې هېواد کې د سولې او ثبات لپاره دعا کوله، ۴۰ کاله مې ایران کې تېر کړل، خو هیڅ عادت نه شوم، د هېواد پرېښودو ډېر ځورولم.))

نوموړي په خپله سپینه ږیره څو څو ځله لاس تېر کړ او زیاته یې کړه: ((الله ج مې دعا قبوله کړه، خو ډېر ناوخته، اوس چې ژوند کې مې څه نه دي پاتې، خو بیا هم خوشاله یم چې هېواد کې سوله راغله او له کډوالۍ خلاص شوو.))

هغه په داسې حال کې چې ویل یې، کله چې بېرته راګرځېده ټول دوستانو ورته سپارښتنه کوله چې افغانستان ته لاړ نه شي، ځکه نظام بدل شوی او ښايي «طالبان» ورسره ښه چلند ونه کړي، خو نوموړي په خپل زړه دغه کار وکړ او بېرته راغی.

ده زیاته کړه: ((کله چې له خپلې کورنۍ سره د افغانستان سرحد کې له موټره ښکته شوم، طالبانو چې د سرحد د ساتنې مسوولیت یې درلود ما ته غېږه راکړه او په ټنډه ښکولولو سره یې زما هرکلی وکړ، له ما او زما له کورنۍ یې غوښتنه وکړه چې له دوی سره ډوډۍ وخورو.))

نوموړي هېواد ته بېرته راګرځېدل د هغه مرغه خلاصون ته ورته وبلل چې ۴۰ کاله یې په قفس کې بند تېر کړی وي.

هغه زیاته کړه: (اوس ازاد یم او کولای شم د هېواد هرې سیمې ته راحت لاړ شم، دغه کار ایران کې زما لپاره اسانه نه و، تل به رټل کېدم او سپکاوی به راته کېده.))

نوموړی له نورو افغان کډوالو غواړي چې هېواد ته بېرته راستانه شي او با عزته ژوند ولري.

په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسېدونکي عبدالوکیل چې ۳۵ کاله مخکې کاناډا ته تللی و وايي: ((کاناډا ته زموږ د هجرت عمده لامل هېواد کې جګړه او وینه تویېدل و، اوس چې سوله راغلې په ډېره خوښۍ بېرته هېواد ته راوګرځېدو.))

هغه د کډوالۍ دوره د خپل ژوند تر ټولو ترخه او بده دوره وبلله او ویې ویل: ((هغه کسان چې هېواد یې پرېیښی او کډوال شوي، ترخې کیسې لري، ډېریو یې بدې ورځې تېرې کړې او له خپل تګ پښېمانه دي، خو چاره یې نه لرله، ځکه زموږ هېواد کې سوله نه وه، وژنې وې، ټول له مجبوریت تللي دي.))

عبدالوکیل له سرپرست حکومته غواړي چې خلکو ته د باعزته ژوند زمینه برابره کړي، د هر ډول بې عدالتۍ مخه ونیسي، نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي، ترڅو له دې وروسته هیڅ افغان د هېواد پرېښودو ته اړ نه شي او خپله خاوره کې باعزت ژوند ولري.

یادو دواړو سرچینو وویل چې اوس حاضر دي هېواد کې د سولې او پرمختګ برخه کې فعاله ونډه واخلي.

Views: 452

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.