ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېواد ته د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د راتلو اوازې ناسمې دي

هېواد ته د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د راتلو اوازې ناسمې دي

author avatar
23 Dec 2021 - 16:36
هېواد ته د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د راتلو اوازې ناسمې دي
author avatar
23 Dec 2021 - 16:36

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۰): د کابل نیوز په نوم جعلي فېسبوکپاڼې لیکلي چې حکومت له پخواني له ولسمشر غني سره خبرې کړې او په روانه میاشت کې یې هېواد ته د راتلو ژمنه کړې، خو کابل نیوز وایي چې دغه پاڼه جعلي ده او حکومت هم دا څرګندونې ردوي.

ادعا:

کابل نیوز ته منسوبې یوې جعلي فېسبوکپاڼې چې املایي ستونزې هم لري، لیکلي: «ﺫبيخ الله مجاهد له ولسمشر غني سره ټيلېفوني خبرې کړې او په روانه مياشت کې يې د راتلو ژمنه کړې. مجاهد وايي چې د غني د راتګ لپاره به مراسم په راتلونکو څلورو ورځو کې ونيسي او د راتلو سره به غني ته يو لوی وﺯارت وسپارل شي.»

دغه پاڼه تر ۴۸ زرو زیات تعقیبوونکي لري او دې لیکنه نن (د لیندۍ دویمې له غرمې وروسته تر دوو بجو او ۲۵ دقیقو) ۳۳ تنو له نورو سره شریکه کړې او ۶۳ کسانو تبصرې پرې لیکلي دي.

حقیقت موندنه:

خو د کابل نیوز خصوصي ټلوېزیون یو خبریال وایي چې یاده پاڼه جعلي ده او له څه مودې راهيسې ناسم راپورونه خپروي.

د افغانستان د سرپرست حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کابل نیوز په نوم د یادې فېسبوکپاڼه څرګندونې ناسمې دي.

پایله: کابل نیوز ټلوېزیون ته منسوبې فېسبوکپاڼې لیکلي چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په روانه میاشت کې هېواد ته د راتلو ژمنه کړې، خو سرچینې وایي چې دغه فېسبوکپاڼه جعلي ده.

پرېکړه: هېواد ته د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د راتلو اوازې ناسمې دي.

Visits: 8028

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.