د اورلګېدنې له امله د ژوندون راډیو ټلوېزون خپرونې ځنډېدلې دي
په کابل کې د ژوندون راډیو ټلوېزیون په ودانۍ کې اورلګېدنې نه یوازې دغې رسنۍ ته دروند مالي زیان اړولی، بلکې د خپرونو د ځنډېدو لامل یې هم شوی دی.
په کابل کې د ژوندون راډیو ټلوېزیون په ودانۍ کې اورلګېدنې نه یوازې دغې رسنۍ ته دروند مالي زیان اړولی، بلکې د خپرونو د ځنډېدو لامل یې هم شوی دی.
د بلخ حوزوي روغتون مسوولین وایي، هره ورځ په منځني ډول پر رواني ناروغيو اخته شاوخوا سل کسان دوى ته مراجعه کوي چې د پخوا په پرتله دوه برابره ډېروالى ښيي.
د پکتيکا اوسېدونکي او هټۍوال له حکومته غواړي چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې پر پاکستانيو کلدارو راکړه ورکړه بنده او پر ځای یې افغانۍ ترویج کړي.
د میدان وردګو د شهیدانو او معلولینو ریاست وايي، په دغه ولایت کې يې په تېرو جګړو کې د وژل شوو کسانو د یتیمانو د نومليکنې لړۍ پيل کړې او له اتلس کاله کمعمره هر یتیم ته به د میاشتې ۲۰۰۰ افغانۍ ورکوي.
د جوزجان د کووېډ-۱۹ روغتون یو مسوول د کرونا د مثبتو پېښو له زیاتېدو خبر ورکوي، خو وايي چې دوی له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې کلونه وروسته د والیبال سیالۍ جوړې شوې وې چې د مرکزي لوبډلې په بري سره نن پای ته ورسېدې.
د جوزجان ولایت د اطفايې امر د دغه ولایت د فیضاباد ولسوالۍ په «بالامردیان» کلي کې د اورلګېدنې د مهارولو خبر ورکوي، خو وايي چي لاهم د دغې اورلګېدنې لامل معلوم نه دی.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مشر نظرمحمد مطمین د اسلامي هېوادونو پیوستون لوبو په څنډه کې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د افغانانو په استازولۍ د ښه نیت ډالۍ ورکړې ده.
د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې يوه کس تېره شپه خپل زوم وژلی دی.
مخکني ولسمشر اشرف غني د تېر نظام تر پرځېدو وروسته پخپلې لومړنۍ ویډیوي مرکه کې ویلي چې د اساسي قانون له مخې، اوس هم د افغانستان ولسمشر دی او د دوحې د سولې تړون یې د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ یوه «غمیزه» بللې ده.
د نوبل جایزې ګټونکي په ګډون د نړۍ ۷۱ اقتصادپوهانو د امریکا ولسمشر جو بایډن ته په یوه استولي لیک کې غوښتنه کړې چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې پیسې خوشې کړي.
د یونان ساحلي ځواکونه وايي، نن چهارشنبه د اګست لسمه په اژه سمندر کې د کډوالو یوه بېړۍ ډوبه شوې او ۵۰ کسان نادرکه دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په افغانستان کې نږدې ۲۰زره کسان پر نس ناستي یا کولرا او ۶۰زره نور پر شري ناروغۍ اخته شوي دي.
د افغانستان او ایراني پلاوو ترمنځ په کابل کې د کتنې په پای کې پرېکړه وشوه چې د هلمند سیند د اوبو تړون مطابق، د ایران د حقابې د ورکړې د درېیو ځايونو د ټاکل کېدو عملي چارې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم ډېر ژر پیل شي.
پارون ( پژواک ۱۹ زمری ۱۴۰۱): په نورستان ولایت کې یوه سیمه ییزه راډیو تر یوولسو میاشتو ځنډ وروسته بېرته خپرونې پیل کړې. د الینا په نوم دا راډیو د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ له تېرو دولس کلونو راهیسې …
د افغانستان د ستنډرډ ملي اداره وایي، په تېر کال کې له شپږو بندرونو د نفتي موادو او اوبلن ګازو څه باندې ۴۰زره ټانکرونه هېواد ته وارد شوي چې له ډلې یې۴۶۰ د خراب کیفیت له امله بېرته مسترد شوي دي.
په بامیان ولایت کې یوه ۶۰ کلنه مېرمن چې په کور کې نفقه راوړونکی نه لري، خپله د نفقې او کور لګښت برابرولو لپاره له سهاره تر ماښامه په دغه ښار کې ګدايي کوي.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې یې په ۳۰۰ بېوزله او اړو کورنیو د هګیو چرګې ووېشل شوې.
د جوزجان امنیه قومانداني د دغه ولایت په فیضاباد ولسوالۍ کې د اورلګېدنې د تایید ترڅنګ وایي، د دغې ولسوالۍ په «بالامردیان» کلي کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۵۰ کورونه سوځېدلي دي.
د سرپل په مرکز او صیاد ولسوالۍ کې د ایچ ایچ ار ډي موسسې له خوا سلګونه کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه.
د پکتيکا د مرکز په ګډون په شپږو ولسواليو کې د يوې نړیوالې خيريه موسسې له خوا له ۹ زره بېوزلو او اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته مرسته وشوه.
د اروزګان د پوهنې ریاست وايي، دا مهال د دغه ولایت د زدهکوونکو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه په ښوونځیو کې د څښاک اوبو نشتوالی دی.
د نادرکه شوو کسانو په اړه د اسلامي امارت د مشر په فرمان کې راغلي، د هغو کسانو کورنۍ دې ابتدائیه محکمې ته مراجعه وکړي چې په تېرو شلو کلونو کې نادرکه شوي او اوس یې منکوحه غواړي له بل زوج سره نکاح وکړي او یا یې ورثه د مال تقسیم غواړي.
ځینو انټرنټي سایټونو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو ادعا کړې چې «ایورمکټین» درمل کولای شي د کرونا ویروس په ۴۸ ساعتونو کې له منځه یوسي؛ خو د طب برخې پوهانو د دغې موضوع د ردولو ترڅنګ خلکو ته سپارښتنه کړې چې له دغو درملو هیڅکله استفاده ونه کړي.