د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې له سلګونو بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
د میدان وردګو د کلیو بیارغونې او پراختيا ریاست وايي، نن د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې له ۱۳۲۳ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د میدان وردګو د کلیو بیارغونې او پراختيا ریاست وايي، نن د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې له ۱۳۲۳ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کندهار، هلمند او زابل سلګونو صرافانو او سوداګرو په احتجاجي غونډو کې پر کابل د امریکا وروستی هوايي برید وغانده او دا یې د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل وباله.
په کابل ښار کې سټېکر پلورونکي وايي، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته ډېرو موټرچلوونکو چې مخکې به یې خپل موټرونه د عاشقانه شعرونو، ضرب المثلونو په لیکلو او انځورونو لګولو ښکلي کول، اوس ډېری یې له کلیمه طیبه او د قران کریم له ایاتونو استفاده کوي.
د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي، دغه شرکت په مرکز کابل او یو شمېر ولایتونو کې د ۱۱۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۶۹۲ پروژو د تطبیق چارې پیل کړي وې چې له دې جملې ۶۴۸ یې نیمګړې یا نیمهکاره پاتې دي.
د فراه د مرکز اوسېدونکي په داسې حال کې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي ادعا کوي چې د دغه ولایت د اوبو رسونې شرکت وايي، یوه نه بله ورځ دوی خپلو مشتریانو ته په نوبتي ډول د نلونو له لارې پاکې اوبه رسوي.
د غزني ګڼ اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د مخابراتي شبکو د مکالمې او انټرنیټي خدماتو کیفیت سخت خراب شوی چې د هغوی ورځنۍ چارې، کاروبار او سوداګریز معاملات یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.
د پاسپورټ ریاست هره ورځ ۴۰۰۰ پاسپورټونه وېشي، خو بیا هم - له دې امله چې سلګونه زره کسانو ورته نوملیکنه کړې- د پاسپورټ ترلاسه کول میاشتې وخت نیسي.
کابینې د ملي احصايي او معلوماتو ادارې ته دنده ورکړه چې بهر مېشتو افغانانو ته د تابعيت د کاغذي تذکرو وېش پیل کړي او یو پلاوی یې وګوماره چې د تېرې ادارې د ممنوع الخروج اشخاصو دوسيې وڅېړي.
د کونړ د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د غواګانو د پوستکي وژونکې ناروغي خپره شوې او له پاکستانه په قاچاقي توګه «جعلي» واکسين ورته راوړل شوی چې هېڅ ګټه نه لري. د…
د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه شوې چې په پایله کې یې له دواړو لورو دوه کسان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
د لوګر امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان په ډزو وژل شوي دي.
د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام/ UNDP په ۸،۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت د یوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې.
د امریکا د پلټنو مرکزي یا فدرالي ادارې (اېف بي ايي) د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ کور پلټلی دی.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي پاکستان، هند او ترکیې ته د خپلو سفرونو معلومات د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره شریک کړل.
د سوېلي افریقا اوسېدونکی د کرکټ مشهور لوبڅار روډي کرټزن د ۷۳ کلونو په عمر په یوه ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ. د کرکټ نړۍوالې شورا له خوا د زمري په ۱۸مه…
د سرپل اوسېدونکي ادعا لري چې په دغه ولایت کې د عزیزي بانک نمایندهګي خلکو ته د شخصي حسابونو پیسې نه ورکوي او خلک له دې امله له ستونزو سره مخ شوي دي.
د فارياب ولايت روغتيايي مسوولینو د مور له شېدو د تغذیې نړۍوالې اوونۍ د نمانځلو په مراسمو کې، په روان کال کې د ۱۱۷۳۰ ماشومانو پر شديدې خوارځواکۍ د اخته کېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې د دغې ناروغۍ له امله ۲۷ ماشومان مړه شوي دي.
د افغانستان د ځغاستې ملي لوبډلې لوبغاړي شاهمحمود نورزي د اسلامي هېوادونو یووالي په سیالیو کې د نیمه پایلوبې پړاو ته لاره ومونده. د ورزش او بدني روزنې عمومي ریاست په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي،…
د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د دغه وزارت په اډانه کې يې یو نوی ریاست جوړ کړی څو د اسلامي احکامو په رڼا کې د لوړو زدهکړو ادارو تحصیلي نصاب ته بیاکتنه وکړي. ياد شوي…
د سمنګان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، روان کال د خټکیو او هندواڼو حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه کم شوي، خو بیې یې یونیم برابر لوړې شوې دي. د یادې…
په زابل کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وايي، د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې یې هغو ۲۲۰۰ کورنیو ته د خوراکي او غېر خوراکي توکو مرستې رسولې دي چې وچکالۍ او…
مسوولین د پنجشېر ولایت د عنابه ولسوالۍ په مرکز کې د «لمپياسکین» - چې د غواګانو یو ډول ویروسي ناروغي ده – د دوو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکوي. د راپورونو له مخې، په…