ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایرلینډ له افغانستانه د کرکټ لومړۍ شل اووریزه لوبه وګټله

ایرلینډ له افغانستانه د کرکټ لومړۍ شل اووریزه لوبه وګټله

author avatar
9 Aug 2022 - 23:44
ایرلینډ له افغانستانه د کرکټ لومړۍ شل اووریزه لوبه وګټله
author avatar
9 Aug 2022 - 23:44

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د کرکټ د پنځو شل اووریزو لوبو لړۍ نن پیل شوه، د لومړۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.

ملي لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره  ۱۶۸ منډې جوړې کړې او مقابل لوري ته یې د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې عثمان غني ۵۹، ابراهیم ځدراڼ ۲۹، رحمن‌الله ګربز ۲۶ او نجیب‌الله ځدراڼ بیا ۱۵ منډې وکړې.

د ایرلینډ لوبډلې یاد هدف په وروستي اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

د ایرلینډ له لوري په توپوهنه کې بیل بیرني ۵۱، ټوکر ۵۰، سټرلینګ ۳۱ او ټکټور ۲۵ منډې جوړې کړې. په توپ اچونه کې د افغانستان له لوري مجیب ځدراڼ، محمدنبی او نوین‌الحق د ایرلینډ یو – یو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ نورې سیالۍ به د اګسټ په یوولسمه، دوولسمه، پنځلسمه او اوولسمه نېټو ترسره شي.

د یادونې ده، له دې مخکې کرکټ ملي لوبډله په شل اوریزو نړۍوالو سیالیو کې تر اوسه ۱۹ ځلې د ایرلينډ له ملي لوبډلې سره مخ شوې چې ۱۴ لوبې افغان لوبډلې ګټلې، په ۴ لوبو کې سیالې لوبډلې بریا خپله کړې او پاتې یوه لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

[/restrict]

Views: 100

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.