ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې له ۲۲۰۰ وچکالۍ او سېلاب‌ځپلو کورنیو سره مرسته شوه

زابل کې له ۲۲۰۰ وچکالۍ او سېلاب‌ځپلو کورنیو سره مرسته شوه

author avatar
9 Aug 2022 - 18:14
زابل کې له ۲۲۰۰ وچکالۍ او سېلاب‌ځپلو کورنیو سره مرسته شوه
author avatar
9 Aug 2022 - 18:14

کلات (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): په زابل کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وايي، د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې یې هغو ۲۲۰۰ کورنیو ته د خوراکي او غېر خوراکي توکو مرستې رسولې دي چې وچکالۍ او وروستیو سېلابونو ځپلې وي.

د دغې ادارې رییس ملا محمد‌رضا خالد پژواک خبري اژانس ته وویل، خاک افغان، مېزانه، سیوری، اټغر، نوبهار او شينکۍ د زابل هغه ولسوالۍ دي چې د وچکالۍ ترڅنګ وروستیو سېلابونو سختې وځپلې.

هغه زیاته کړه، د دغو ولسوالیو تر ۲۲۰۰ کورنیو یې په بېړنۍ توګه د خوراکي او غېر خوراکي توکو مرستې رسولې چې پکې اوړه، وریجې، شړۍ، خېمې او نور توکي شامل دي.

دی وايي، وروستیو سېلابونو د یاد ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۵ کسان مړه کړي او ۴ نور یې ټپیان کړي وو او دغه‌راز یې د استوګنې ۲۵۰ کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړ کړي وو.

نوموړي له مرستندویه ادارو هم وغوښتل چې له زیانمنو شوو کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.

د زابل د مېزانې ولسوالۍ اوسېدونکي سیف‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، وروستیو اورښتونو او سېلابونو د خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې تخریب کړي او هر اړخیزو مرستو ته اړتیا لري.

دی وايي، مرسته شوي خوراکي او غېر خوراکي توکي به تر یوه وخته د زیانمنو کورنیو ستونزې حل کړي، خو په کار ده چې ورسره د هغوی د ویجاړو شوو کورونو په رغولو کې هم مرسته وشي.

د خاک افغان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نیازمحمد په ورسره شوې مرستې خوښي ښيي، خو وايي بسنه نه کوي.

نوموړی پر حکومت او مرستندویه ادارو غږ کوي چې خپل ټیمونه سېلاب‌ځپلو سیمو ته ولېږي او له زیانمنو شوو سره دې د هغوی له اړتیا سره سمې مرستې وکړي.

Visits: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.