2022
راپورونه
د پاکستان نظامي چورلکه نادرکه شوې؛ د یوه پوځي قوماندان په ګډون ۶ افسران پکې وو
د پاکستان پوځ وایي، یوه نظامي چورلکه یې نادرکه شوې چې پکې د یوه قولاردو د قوماندان په ګډون شپږ افسران سپاره وو.
ذبيحالله مجاهد: امریکا پر کابل ښار هوایي برید کړی
د افغانستان سرپرست حکومت ومنله چې امریکایي ځواکونو پر کابل ښار د بېپیلوټه الوتکې په وسیله هوایي برید کړی دی.
میدان وردګو کې یو انسان تښتوونکی نیول شوی
د میدان وردګو مسئولین وايي چې امنيتي ځواکونو په ميدان ښار کې يو انسان تښتوونکی نیولی دی.
د ننګرهار شينوارو ولسوالۍ کې د ٥،٦ ميليونه افغانيو په لګښت څلور پروژې پيل شوې
د ننګرهار ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د اسلاميک ريليف موسسې په ۵ اعشاريه ۶ ميليونه افغانيو لګښت، د څلورو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
تېره اونۍ افغانستان کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي
تېره اونۍ، په افغانستان کې ۴۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې، په تاشکند کې د افغانستان په اړه نړۍواله غونډه جوړه شوه او ځینو سرچینو یو ځل بیا له حکومته وغوښتل چې نجونو ته د ثانوي…
په تېرو ۱۱ میاشتو کې د کندوز برېښنا ریاست عواید ۲۴ سلنه ډېر شوي دي
د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت د برېښنا ریاست په عوایدو کې د ۲۴ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.
د اکسوس چینايي کمپنۍ او د نفت او ګازو دولتي شرکت ترمنځ د شراکت تړون لاسلیک شو
د ماليې وزارت وايي، له اکسوس چينایي کمپنۍ سره د نفت او ګازو دولتي شرکت د ۲۰ سلنه شراکت تړون لاسلیک شو.
بامیان کې د کلالي لوښو د تولید له ډېرېدو سره بازار یې هم غوړېدلی
د بامیان صنعتګر په دغه ولایت کې د کلالي/ خټینو لوښو د تولید ډېروالي او د پلور بازار د غوړېدو خبر ورکوي.
خلک د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې د ناامنیو له زیاتېدو شکایت لري
د جوزجان ولايت د اقچې ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي ادعا کوي چې په دې ولسوالۍ کې ناامني زياته شوې؛ خو مسوولين بیا د امنيتي وضعيت د ښه کېدو خبره کوي او له خلکو غواړي چې د…
سره صلیب د نیمروز له اوبو رسولو ادارې سره د زرګونه لیتره ډیزلو مرسته کړې
د نیمروز ولایت د اوبو رسونې ادارې مسوولین وایي، د سره صلیب نړۍوالې ادارې د زرنج ښار په قلعه فتح سیمه کې د ژورو څاهګانو د جنراتورونو فعالولو په موخه، له دغې ادارې سره د څه باندې ۲۴زره لیتره ډیزلو مرسته کړې ده.
شپږیزه لیګ سیالۍ: څلورو لوبډلو نيمه پايلوبې ته لار پيدا کړه
د شپږيزه کرکټ ليګ په اتم پړاو سياليو کې څلور لوبډلې وتوانېدې چې خپلو سيالو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره نيمه پايلوبې ته لار پيدا کړي.
بڼوال: په فراه کې د انګورو حاصلات ښه دي خو بازار يې خراب دی
د فراه یو شمېر بڼوال وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ډېر شوي، خو بازار يې خراب دی او دوی ته ګټه نه کوي.
زابل کې له ۵۰ مېرمنو سره د چرګانو د تولید او ساتنې وسایلو مرسته وشوه
د زابل په مرکز کلات کې له ۵۰ بېوزلو مېرمنو سره د ۲،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د چرګانو د تولید او ساتنې د وسایلو مرسته وشوه.
ډاکټران: د بېاولادۍ درملنې لپاره د یوناني درملو کارولو پر ځای متخصصینو ته مراجعه وکړئ
ځينې ښځې چې حمل نه اخلي، وایي چې کورنۍ یې د طب پر متخصصینو د درملولو پر ځای ورته یوناني درمل راوړي؛ خو ډاکټران وايي، د یوناني درملو خپلسري کارول روغتیا ته زیان رسوي.
لوګر کې د ۱۹۰زره ډالرو په لګښت د یوه سړک او استنادي دېوال جوړول پیل شول
د لوګر په مرکز پل علم کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړۍوال سازمان/ UNHCR له خوا د یوه سړک او یوه استنادي دېوال جوړولو چارې پیل شوې.
اروزګان کې د ولسي تړون ۵۵ نیمهکاره پروژې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي
په اروزګان کې د ولسي تړون پروګرام مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د زمري ۲۴مې سیاسي بدلون له امله نیمګړې پاتې ۵۵ پروژې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
جاپان په افغانستان کې د خپلو نیمګړو پروژو د بشپړولو ډاډ ورکوي
د جاپان سفیر د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې د دغه هېواد د نیمګړو پروژو د بشپړولو ډاډ ورکړی او وایي، له زلزلهځپلو سره به بشري مرستې دوام ولري.
هرات کې سږ کال د انجې په کرلو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی
د هرات ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال د دغه ولایت د کروندګرو تر منځ د «هنګ» یا انجې کښت د پام وړ وده کړې ده.
د لغمان په دولتشاه ولسوالي کې د مڼو حاصلات ۱۵ سلنه ډېر شوي
د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د مڼو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
یواېنډيپي: په درېیو کلونو کې به دوه میلیون افغانانو ته د کار زمینه برابره کړو
د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې(UNDP) مشر وایي، افغانستان له ننګونو سره سره په ناهیلي حالت کې نه دی او دغه اداره یې هم د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار کوي.
د کابل په نور روغتون کې نن د سترګو ۵۰۰ وړیا عملیاتونه پیل شول
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل په نور دولتي روغتون کې د پاکستاني متخصیصنو په مرسته د سترګو ۵۰۰ وړیا عملیاتونه کېږي.

























